سیګار: د افغانستان لویه څارنوالي فاسده، خویشخوره، او بې اثره ده

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۵۶)

سیګار: د افغانستان لویه څارنوالي فاسده، خویشخوره، او بې اثره ده

واشنګټن پوست د نومبر پر اوله باندي لیکي د سیګار وررستی رپوټ وايي چي طالبان پر مختګ کوي، د ملکي کسانو تلفاتو پخوانی ریکارډ مات کړی دئ، ایتلافي بمبارۍ خپل اوج ته رسېدلي دي، اداري فساد نخرې کوي، او د مخدره موادو کښت بې سابقې سوی دئ.

د سیګار رپوټ وايي چي د طالبانو نفوذ پراخېږي، او قریب پر سم نیم افغانستان باندي نفوذ لري، او حکومتي قواووي د طالبانو په مقابل کي هیڅ پرمختګ نه دی کړئ.

سیګار وايي چي سږ کال د مې او سپټمبر په میاشتو کي ۲۷۹۸ تنه ملکي کسان وژل سوي او ۵۲۵۲ تنه ټپیان سوي دي، د ملکي وګړو دې تلفاتو پخوانی ریکارډ مات کړ. په افغان امنیتي قواوو کي مرګ ژوبله زیاته سوې ده، او هره ورځ ۳۰ یا ۴۰ تنه عسکر او پولیس وژل کېږي.

سیګار وايي چي د ۲۰۱۸ په نهو میاشتو کي انتحاري حملې په ډراماتیکه توګه زیاتي سوي وې،‌ او د تېر کال په تناسب ۳۸ ٪ فیصده زیاتوالی په کښې راغلی دئ. د افغان او ایتلافي قواوو په بمباریو کي ۴۶ ٪ فیصده جګوالی راغلی وو.

سیګار وايي چي د مخدره موادو په کرکیله او استعمال کي حیرانونکی زیاتوالی راغلی دئ. که څه هم متحده ایالاتو له ۲۰۰۲ راهیسي د مخدره موادو سره د مبارزې لپاره اته میلیارډ ډالره لګولي دي، خو د کوکنارو کښت لا پراخ سوی دئ.‌ سیګار وايي چي د مخدره موادو کرکیلې او قاچاق قریب نیم میلون افغانان استخدام کړي دي، او د هیواد د ناخالص ملي تولید ۳۲ ٪ فیصده تشکیلوي.

سیګار وايي چي په میلونهاوو افغانان په مخدره موادو معتاد دي، او مخدره مواد د افغانستان د دولت او جامعې لپاره یو حیاتي خطر پېښ کړی دئ، ځکه اداري فساد او جنایات زیاتوي. سیګار وايي پدې وروستیو وختونو کي امریکايي چارواکي د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کي سوکه ګامونه اخلي،‌ او په افغانستان کي ئې د خپل ماموریت «لومړیتوب» نه ګڼي.

سیګار وايي د افغانستان لویه څارنوالي نه د اداري فساد سره مبارزه کوي‌ او نه هم د افغان دولت په فوجي او ملکي ادارو کي د جنایاتو سره مجادله کوي. سیګار وايي د افغانستان لوی څارنوال نه غواړي چي مقتدر او رشوت خوره چارواکي عدلي تعقیب کړي.‌

سیګار وايي د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د افغانستان لویه څارنوالي «فاسده، خویشخوره، او بې اثره» یادوي.

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close