سیګار: د امریکا د میلیونونو ډالرو مرستو باوجود، په افغانستان کې نه امن ډاډمن شوی او نه هم اقتصاد وده کړې

کابل ټکی کام ۰۹ سلواغه ۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څار ادارې نن (جمعه) په یوه خپور کړي راپور کې چې ۲۳۰ مخه لري، ویلي دي که څه هم امریکا له افغانستان سره په میلیونونو ډالره مرسته کړې، خو نه د افغانستان امن ور سره ښه شو او نه یې هم اقتصاد وده وکړه.
دغه راپور چې د امریکا کانګرس ته هم سپارل شوی دی، پکې ویل شوي دي چې «د نړۍ اقتصادي رکود هم پر افغانستان تأثیر غورځولی».
راپور لیکلي چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه په ښځو کې وزګارتیا د خلکو اندېښنې راولاړې کړي دي.
یادې اداره له هغه وخته چې په افغانستان کې د امریکا سیاست مخ پر ځوړ روان شو د دوه میلیارده ډالر له افغانستان سره شوی کمک بېرته وګرځاوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close