سیګار: د روانې جګړې تداوم د فساد زېږنده ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لېندۍ۲۹) احمدالله مهاجر

د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغونې عمومي ادارې (سیګار) مشر مفتش جان ساپکو له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې د افغانستان د روانې جګړې تداوم د فساد زېږنده وبلله.

جان ساپکو وویل، چې اداري فساد د طالبانو او نورو وسله والو پر خلاف جګړې باندې اغېزه غورځوي او دوی ته د پرمختګ لارې هواروي.

نوموړي وویل، هغه کسان یې تر تعقیب لاندې دي، چې اداري فساد یې کړی دی.

ده د طالبانو او د نورو دولت ضد وسله والو کمزورتیا د فساد په وړاندې مبارزه یاده کړې ده.

ساپکو وویل:

«مونږ یوازې په افغانستان کې نه، بلکې له افغانستان څخه بهر مو لسګونه میلیونه ډالر چې د افغانستان له پروژو غلا شوې وې، بېرته لاسته راوړي دي او همدا شان هغه کسان مو تر تعقیب لاندې دي، چې په فساد کې ښکېل دي.»

نوموړي د فساد په وړاندې د مبارزې بریا قوي عزم او هوډ یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د فساد ختمول د ډېر وخت لپاره مبارزې ته اړتیا لري.

سیګار اداره په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د امریکا له خوا د افغانستان د بیا رغونې لپاره رامنځته شوې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close