سیګار: د غني حکومت فاسد، کمزوری، او د قانون ضد دی

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۴۵):

سیګار: د غني حکومت فاسد، کمزوری، او د قانون ضد دئ

د سیګار نوی رپوټ وايي چي د افغان حکومت د اداري فساد سره مبارزه نه کوي، او په ټولو ادارو کي کارونه د پخوا په شان روان دي. سیګار وايي د غني حکومت «د قانون حاکمیت نه مراعاتوي، او ادارات ګډوډ دي.»

سیګار وايي: په حکومت کي د سیاسي ارادې د نشته والي له کبله د اداري فساد ډیري دوسیې بېکاره پرتې دي. سیګار وايي د اداري فساد پر ضد هغه محکمې او ادارې چي اشرف غني ایجادي کړي دي، هغوی فالتو ولاړي دي، او هیڅ پرمختګ ئې نه دئ کړئ.

سیګار کاږي چي د افغانستان داخله وزارت هم د فاسدو مامورینو او خلګو په توقیفولو کي هیڅ برېښ نه دئ کړئ.

 ګارډین: د داعش حملې د سولي د خبرو د وژلو په خاطر کېږي

د ګارډین اخبار د اګسټ پر اوله لیکي د افغانستان په شرق او شمال کي د داعش نوي مرګانۍ حملې د دې لپاره کېږي چي په افغانستان کي د سولي هیلي ووژني. ورځپاڼه لیکي چي پدې تېرو څو ورځو کي امریکايي قواوو د ننګرهار د ده بالا په ولسوالۍ کي پر داعش باندي پدې مقصد زیات بمونه اچولي دي چي هغوی ونه کړای سي پر جلال آباد باندي خپلو حملو ته دوام ورکړي. پدې سیمه کي د طالبانو او داعش تر مینځ نښتي زیاتي سوي دي.

ګارډین کاږي چي ایران، چین، او روسیه هم د داعش د تقویه کېدو له کبله اندېښنه لري، او له همدې وجي ئې له طالبانو سره خپل تماسونه او کومکونه زیات کړي دي. ورځپاڼه وايي د داعش په صفوفو کي پخواني ناراضه طالبان، د سوريې او عراق څخه راتښتېدلي د داعش جنګیالي، چیچن، تاجک، او اوزبک افراطیان شامل دي.

اخبار وايي د داعش مالي سرچینې په عربي ملکونو کي دي. د یوې سروې په اساس په افغانستان کي له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ داعش جنګیالي فعال دي. ګارډین وايي د داعش د ختمولو لپاره امریکا، د افغان حکومت، او طالبان سره یو ځای سوي، او درې واړه غواړي چي د هغوی بېخ وباسي.

ګلوب پوسټ: افغانستان کي بشري بحران زیاتېږي

ګلوب پوسټ د اګسټ پر اوله لیکي ملګري ملتونه وايي چي یوازي د ۲۰۱۸ په تېرو شپږو میاشتو کي ۱۶۹۲ ملکي افغانان وژل سوي دي، او که چیري د ملکي کسانو تلفات همدا شان روان وي، د سږ کال تلفات به تر بل هر کال جګ وي. ملګري ملتونه دغه راز وايي چي په ۲۰۱۸ کي د امریکايي بمباريو له وجي د ملکي تلفاتو فیصدي ۵۲٪ فیصده جګه سوې ده.

ملګري ملتونه وايي که څه هم د طالبانو او داعش حملو زیات ملکي خلګ وژل دي، خو د امریکا او افغان قواوو هوايي بمباري د ملکي کسانو د تلفاتو یو مهم فکټور دئ.

د ګلوب پوسټ لیکي څرنګه چي د افغان جنګ د غربي میډیا په سرخط کي نه راځي، نو بنا اکثره غربیان د افغان په جنګ او تلفاتو باندي هډو خبر هم نه دي.

______

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close