سیګار وايي: امريکايي چارواکو د افغان ځواکونو د شمير په اړه ناسم معلومات ورکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۶) د افغانستان لپاره د امريکا د مرستو د څار اداره “سیګار” وايي، د امريکا دفاع وزارت او په افغانستان کې ميشتو امريکايي چارواکو د افغان ځواکونو د شمير په اړه ناسم معلومات ورکړي دي.

سيګار د روان ميلادي کال په اپريل مياشت کې د افغان ځواکونو د شمير په اړه په يوه راپور کې ويلي و، چې د تېر ۲۰۱۷م کال په پرتله په ۲۰۱۸م کې کال کې د افغان ځواکونو شمېر يوولس سلنه کم شوی دی.

د افغانستان د ټولو قواوو شمير ۳۲۴زره ټاکل شوی و خو سيګار په خپل راپور کې دغه شمېره ۲۹۰زره ښودلې وه او په خبره يې چې د ځواکونو په کموالي سره د هغوی مورال هم راټيټ شوی دی.

تازه سيګار په يوه راپور کې ويلي، د افغان ځواکونو شمير هغومره نه دی کم شوی لکه څومره چې معلومات ورکړل شوي و او د افغان ځواکونو ټول شمېر ۳۱۳زره کسانو ته رسېږي.

سيګار چې د امریکا د څار اداره ده وخت ناوخت په هېواد کې د روان امنيتي، اقتصادي وضعيت، فساد او ځينې نورو مهمو پېښو په اړه راپورونه خپروي خو ويل کېږي چې ياده اداره په افغانستان کې ډيری معلومات له امريکايي چارواکو او پنټاګان څخه ترلاسه کوي.

بايد وويل شي، چې سيګار په خپل راپور کې ويلي و چې د افغانستان د ۴٠٧ ولسواليو له جملې،په شپیتو ولسوالیو طالبان واکمن دي، په ٥٦ سلنه، یعني ٢٣٠ ولسوالیو حکومت حاکمیت لري او په نورو تقریباً سلو ولسوالیو کې دواړه لوري نفوذ لري، او د جګړې تر ګواښونو لاندې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close