سیګار په افغان پوځ کې د فساد او پر طالبانو د امریکا دشویو حملو جزئیات خپاره

د یادونې وړ ده چې په نړیواله درجه بندي کې افغانستان د نړۍ په کچه څلورم فاسد هیواد شمیرل کیږي

 

(کابل تکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۰ فرید افغان)

د امریکایي سرپلټونکي جانسپکو ادارې (سیګار) په یوه خپاره شوي راپور کې د فساد او جګړیزو حملو تازه شمیرې په ډاګه کړې.

سیګار ویلي؛ د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر له ۱۵ څخه د همدې کال د نومبر تر ۱۵ پورې ۴۰۰۰ امنیتي پیښې رامنځته شوې چې د اټکل تر مخه دا شمیره په ورځنۍ توګه ۶۴،۴ جوړوي.

راپور زیاتوي؛ امریکایانو د ۲۰۱۷ په اکتوبر میاشت کې ۶۵۳ بمونه پر افغانستان اورولي چې دا له ۲۰۱۲ وروسته چې سل زره امریکایان افغانستان کې میشت وو، بې مخینې بریدونه دي.
سیګار وایي؛ امریکایانو په ۲۰۱۷ کال کې ۴۳۶۱۱۵۷ عدده وسلې کارولې اوپه همدې اساس د دې کال د جنوري له لومړۍ بیا د نومبر تر ۲۴ پورې امریکایانو ۲ زره ۱۷۵ ځمکنۍ حملې او ۲۶۱ هوایي بریدونه کړي.

راپور زیاتوي چې د ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۱۴ پورې د افغان ځواکونو په ځینو مهماتو کې شاوخوا ۶۲ میلیونه  ډالرفساد شوی دی.
دا مهمات هغه وسلې او نور لوازم نه دي، چې د سیګار د  وینا  ترمخه لسګونه میلیارد ډالر پیسې پکې حیف میل شوې، بلکې دا یواځې څو اسکینر ماشینونه و، چې اوس نشته .

د راپور ترمخه؛ امریکایانو په ۲۰۰۶ کې یو شمیر تجهیزات واخیستل چې پر هغو به په تلونکو لارو کې د قاچاق او مخدره توکو پیژندنه او د نورو غیرقانوني سامان الاتو مخنیوی کیږي  چې بیه یې له ۵۹ تر ۶۲ میلیون دالرو  رسیده.

د سیګار په وینا، اوس  ځینې دکابل په هوایي ډګرکې نصب دي او نور ورک دي.
د یادونې وړ ده چې په نړیواله درجه بندي کې افغانستان د نړۍ په کچه څلورم فاسد هیواد شمیرل کیږي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close