سېندډز او ډونلډ ټرمپ په انتخاباتو کې بریالي شول

کابل ټکی کام ۲۱سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ډیموکراټ ګوند (برني سېندډز) او د جمهوري غوښتونکو له ګوند څخه (ډونلډ ټرمپ) په نیو همشایر ایالت کې د جمهوري ریاست لپاره په مقدماتي انتخاباتو کې بریالي شول.
هیلري کلنټن چې د امریکا ولسمشرۍ ته نومانده ښځه ده، هغې د خپلې ماتې د منلو تر څنګ، خپل سیال نوماند (برني سېنډرز) ته د ټلیفون له لارې د بریا مبارکي ویلې ده.
که څه هم د سې شنبې د ماښام په ۷ بجو په نیو همشایر کې رایه اچونه ختمه شوه، خو لا هم په ځینو مرکزونو کې خلک د رایې اچونې لپاره په قطارونو کې ولاړ دي.
د خبري رسنیو د راپور له مخې، که څه هم په امریکا کې هوا سړه وه، خو د خلکو د رایې اچونې مخه یې و نه نیوله.
د ډیموکرات ګوند (سېنډرز) او (هیلري کلنټن) چې دواړه همسیاله دي، د نتایجو له اعلانولو وروسته یې خپل پلويانو ته ویناوې هم وکړې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close