شراب څکل د سينې د سرطان ګواښ زياتوي

کابل ټکی کام ۳۱زمري ۱۳۹۴ راپور: قدرت الله حسین هسې خو د انسان روغتيا ته د شرابو د زيان په اړه بار بار څېړنې شوي دي، او دا معلومه شوې ده، چې شراب د انسان بدن له لسګونو مرګونو ناروغيو او ګواښونو سره مخ کوي، خو برتانوي پوهانو په تازه څېړنو کې خبرداری ورکړی، چې هره ورځ د شرابو يو کوچنی ګيلاس څکل په مېرمنو کې د سينې په سرطان د اخته کېدو ګواښ زياتوي. د برتانوۍ ورځپاڼې ډيلي ميل په وينا روغتيا پوهانو څرګنده کړې ده، چې د هغو لارښوونو له عملي کولو سره هم، چې څکل په امن طريقې سره وشي، خو د شرابو څکل روغتيا له ګواښ سره مخ کوي. د يادو روغتيا پوهانو له څېړنې سره سم، هغه مېرمنې چې روزانه شراب څکي، اګر که ډېر کم هم وي،۱۳ سلنه ډېرې د سينې له سرطان سره مخ دي او پر دې سربېره د ګېډې، کولمو، حلق، خولې، مرۍ، او حنجرې له پړسوب سره مخ کېږي.   مجلې د نشو په اړه د متخصص ډاکټر يورجين ريهم له خولې ليکلي دي، د کومو مېرمنو چې په کورنيو کې د سينې د سرطان سابقه وي، هغوی دې د شرابو په هغه اندازه سوچ وکړي، چې دوی يې روزانه څکي او يا دې يې چور پرېږدي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close