شربت ګله له پاکستانه خپل هېواد ته ستنه شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۹) الماس خدرخېل

د رنګينو سترګو له امله مشهوره شوې افغان کډواله مېرمنه، تېره شپه دتورخم له لارې افغانستان ته ستنه شوه.

مېرمن شربت ګله چې د شنو ښکلو سترګو په لرلو يې نړيوال شهرت موندلی او د نېشنل جيوګرافيک په نوم امريکايي مجله کې يې عکس هم خپور شوى و، څو ورځې مخکې د پاکستاني پوليسو له خوا د دغه هېواد د جعلي پېژندپانې يا تذکرې جوړولو په تور نيول شوې وه.

پاکستان کې د افغانستان سفير ډاکتر عمر زاخېلوال پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: نوموړې به نن د ولسمشر سره د ښه راغلاست په یو ځانګړی مجلس کی راڅرکنده شي چی ولسمشر به یی په خپلو پیرزوینو او ځانګړې پاملرنې ونازوي.

هغه په پاکستان کې له خپلو څلورو ماشومانو سره له قانوني اسنادو پرته د اوسېدو په تور نیول شوې او زنداني شوې وه.

د روانې اونۍ په پيل کې د خيبر پښتونخوا د پېښور ښار يوې محکمې شربت ګلې ته د ١٤ ورځو بند ، څه دپاسه يو لک کلدارو نغدي جريمې سزا ورکړه او پرېکړه يې کړې وه، چې افغانستان ته ولېږدول شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مېرمن شربت ګله تېره نيمه شپه په تورخم کې افغان لوري ته وسپارل شوه او هغه له خپلې کورنۍ سره کابل ته ولېږل شوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close