شرعي حدود ظلم که عدل؟

 تیره اونۍ په غور ولایت کې د رخشانې په نوم د یوې میرمني دسنګسار ویډیو خپره شوې، دې ویډیو دمفکر ولسمشر، اجرائیه ریس، مدني ټولنو،د ښځو د حقونو سازمانونو، د بشري حقونو بنسټونو اود سیکولر عناصرو شدید غبرګونونه راوپارول.
د رخشانې د سنګسار کیسه داسي کیږي چي د یوه سړي ګل محمد سره په ګډه یې خپل میړه وواژه او بیا د ګل محمد سره له کور وکلي وتښتیده،څو ورځي وروسته ګل محمد رخشانه خوشي کړه او په خپل مخ ولاړ، رخشانه بیرته خپل کلي ته راغله، خلګو رخشانه یو ځل بیا بل سړي ته واده کړه خو رخشانه له هغه سړي څخه هم وتښتیده، خلګو یې لټه شروع کړه بالاخره تر څه پلټني ورسته یې رخشانه ونیوله.
خلګو درخشاني قضیه( د رخشانې د قتل، د نامحرم (ګل محمد) سره له کوره تیښته او بیا تیښته ) دیني عالمانو ته وړاندي کړه، دیني عالمانو داسلام د جزاء دشرعي قانون له مخي رخشانه په سنګسار محکومه کړه چي وروسته خلګو د شریعت حکم پرې تطبیق کړ. « وتلک حدود الله یبینها لقوم یعلمون»[ البقره:۲۳۰] مفکر د رخشاني سنګسار په ډيرو سختو ټکو وغانده او سنګسار یې غیر اسلامي او غیر افغاني عمل وباله. اجرائیه ریس یې د رخشانې سنګسار د حکومت کمزوري او د نوموړي په ټکو پر حکومت د خلګو داعتماد د له منځه وړلو سبب وباله.
ګڼو بشري، مدني او حقوقي ټولنو درخشانې سنګسار دومره محکوم کړ چي ځینو وحشي عمل وګاڼه،بعضو ستر ظلم وباله،په ټوله کي د لادینه جهتونو او شخصیتونو له لوري چي د مدنیت،فرهنګ،پوهي او حقوقي فعالینو ماسکونه یې اغوستي درخشانې سنګسار د وحشت انتها وبلل شوه او په راتلونکي کي ددغه ډول پیښو د مخنیوي وړاندیزونه وشول.
سړي نه پوهیږي چي دغه ډول خلګ چي ځانونه مسلمان ګڼي،په کوم جرئت او سند پر اسلامي حدودو په دومره د لاورۍ اعتراضونه کوي، سمه ده دوی خپل اعتراضونه څه تراشي، خو واقعیت دادی دوی که خپل انتقادونه هر څومره په یو شکل او بل شکل وړاندي کوي، داسلام په ثابتو نصوصو او حدودو ښکاره تیری او ملنډي وهل دي، په بل عبارت دوی که خپل ځانونه هر څومره دیني اصولو ته وفادار معرفي کوي، مګر په عمل کي دوی خپل ځانونه د الهي کلام ددې ایت مصداق ګرځولي دي چي: « افتؤمنون ببعض الکتاب وتکفرون ببعض» [البقره: ۱۵۵] د تعجب او تاسف وړ داده چي پر الهي احکامو او قوانینو معترضین د وضعي قوانینو په نقض خلګ په مختلفو کلو نو حبس او آن اعدام محکوموي خو د کائیناتو دخالق د قوانینو ناقضین تقدیروي او که څوک سزا ورکړي قاتل او د بې مثاله عادل څښتن حکم ظلم ورته ښکاري. نعوذ باالله من ذالک د اسلامي شریعت له مخي د قران کریم د یوه حرف او ایت څخه انکار د ټول دین څخه د انکار او نحراف په معنی دی، نو کوم کسان چي په شریعت کي یې معلومات کم وي په دیني مسایلو کي انتهایې ډیر احتیاط باید وکړي،خدای مکړه هندو ستړي خدا ی ناراضه کانه په ونه شي.
د شریعت داحکامو له مخي کوم سړی او ښځه چي واده یې کړي وي که د زنا مرتکب شي سزا یې مرګ دی، نو هغه کسان چي په شعوري او لاشعوري توګه دیني احکامو او حدودو ته د ظلم او وحشت نسبت کوي په سخت تاوان کي دي. د الهي احکامو تطبیق پر مځکه او مخلوقاتو باندي یو لوی رحمت او د عادل څښتن یو لوی احسان او دعدل ستره لورینه ده،د الهي پیر زویني څخه علاوه په ظا هري نظر که د شرعي حدودو اجراء ته وکتل شي شرعي حدود د ټولني د سمون او انارشۍ د مخنیوي یوه بېسارې موثره او مفیده نسخه ده، که شرعي نظام نافذ وي هغه کسان چي له اخروي عذاب څخه بې پروا وي، اقلا له دنیوي شرعي مجازات څخه خو ډاریږي، نو نتیجه داچي شریعت حاکم وي په ټولنه کي به اجتماعي او انفرادي خوښي، امنیت او سوکالي موجوده وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close