شريعت يا شهادت

عُقابي جانان

د ژوند مطلب، د ژوند مقصد مو شريعت يا شهادت

له هر طاغوت مو اعلان کړی برَأت او بغاوت

 

معبود مو يو مسجود مو يو دی لَآاِلٰهَ اِلَّاالله

بغير له خدايه بل هېڅوک نه دي لائق د عبادت

 

د رب توحيد زمونږه وينو او رګونو کې ګډ شوی

هم په منبر هم په سنګر کؤو آذان د وحدانيت

 

مونږ په صراطِ مستقيم باندې روان يو تر منزل

هدف مو خاص د رب رضا او نعمتونه د جنت

 

شکر لرو ايماني نور د جَهل تورې تيارې وژنو

په هريو اَمر کې تابع يو د قرآن او د سنت

 

د خپل ايمان دفاع کؤو هجرت مو کړی غُربا يو

خير که هرڅومره ملنګان يو خو لرو د دين دولت

 

تورې ليلا مجنونان نه يو په خپل رب يو عاشقان

په روڼ تندي مونږ قبلؤو هره ستړيا او هر زحمت

 

په شمار کې لږ يو څو کسان يو خو کره يو او پاخه يو

زمونږ فکرونه “عُقابي” زمونږ حملې ښه په دِقَّت

 

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close