شعر د شاعر له نظره – س. سیرت

س. سيرت

د شعر په اړه ادبپوهانو بېلابېل نظرونه څرګند کړي دي. په دې نظرونو کې که د نقادانو نظرونه راټول کړو، د بېلابيلو نقدونو په اصطلاحاتو کې به يې توپير وليدل شي، خو د مانا او مفهوم په لحاظ يووالی سره لري.

نقادانو شعر ته په کم نظر نه دي کتلي، خو په ټولنه کې يې د ژور بدلون په باب له شاعر سره نظر نه دی يو کړى.

سردار خان سیرت، لیکوال

وايي، تاريخپوهان په خپل تاريخ کې مسلکي روڼتيا ساتي، خو شاعران هغومره مرسته نشي کولای څومره چې د ټولنې د سم بدلون لپاره لازمه وي. دوی دليل دا وړاندې کوي چې درباري شاعري له پخوا موجوده وه، چې اوس یې سياسي نوم خپل کړی دى.. شاعران خپل سياسي بدلون د شعر په ژبه غواړي، چې تر څه مودې وروسته په هغه نظر نه ورته ګوري کوم یې چې د شعر د لیکلو پر مهال درلود.

هر شاعر په خپلو شعرونو کې د ټولنې عکاسي (انځورګري) کوي، او شعر د سالم بدلون په احساس ليکي. شاعر په خپلو شعرونو کې د وړو اشخاصو او وړو اعمالو ستاينې کوي، بدو ته په شعر کې په بده سترګه ګوري، خو هدف یې دا نه وي چې په ټولنه کې چا ته د حقارت په سترګه وګوري.

تر یو څه حده، يو شمېر شاعرانو نقادانو ته د نقد لاره په درباري، ګوندي او د تنګ نظرۍ په دايره کې د شعر په ليکلو برابره کړې، خو بيا هم شاعر تل خپل شعر ته په سالم نظر ګوري او هم د بل شاعر د شعر درناوی کوي.

 يو شاعر چې شعر ليکي، بايد يوازې د شاعرانه احساس په نظر کې په نيولو اکتفاء ونه کړي، بايد د ټولنې د سالم بدلون په غرض د ښکلي هنر او ادبي استعداد په ښوولو سره داسې شعر وليکي چې شاعر پکې د خپلو احساساتو او لوړ نظر څرګندونه په هنري او ادبي ژبه وکړي.

حقيقى شعر مونږ هغه شعر ته ويلاى شو چې د ظلم او باطل پر خلاف پکې په روښانه توګه څرګندونه شوې وي.

يو شاعر بايد د شعر د ليکنې پر مهال د خپلې پوهې، علم، خيال، هنر او احساس څرګندونه په پراخ نظر وکړي. علم او پوهه، فطري او طبيعي احساس هغه څه دي چې د شاعر شعر ته ښکلا او روڼتيا ورکوي. که کوم شاعر په خپل شعر کې يادې شوې جملې په نظر کې ونه نيسي، شعر به یې ليکلی وي، خو د ټولنې د غوښتنو پر خلاف به درباري او بازارى شعر وي.

د يوه شاعر پوهه د عادي او ولسي وګړو تر پوهې لوړه وي، او هم یې د نورو ولسي وګړو په پرتله احساس ژوندى او ګړندى وي .اشرف خان هجري د حقيقي شعر او بااحساسه شعر توپير له درباري شاعر سره کړی، د درباري شاعر په اړه وايي:

نه بې علمه زاهد رسي تر کماله

نه یې علم شعر چا ته ميسر دى

يو شاعر چې شعر ليکي، بايد شعري جملې تر سرو زرو او قيمتي لعلونو هم قيمتي وګڼي. يو شاعر بايد د خپل شعر جملې د سياسي هدف او د ولس د غوښتنو خلاف ونه کاروي.

مونږ دا منو چې ښه شعر تر ښې توري او ښه الفاظ تر ښه خنجر ښه کار کوي، خو د دې توري او خنجر په استعمال کې بايد ځاى، هدف، لورى او وخت په نظر کې ونيول شي.

شعر بېلابېلو خلکو، په بېلابېلو ډولونو، په بېلابېلو وختونو کې تعريف کړی، خو د شاعر په نظر هغه شعر ته ښه شعر ويلاى شو چې په بېلابېلو وختونو کې، د بېلابېلو خلکو له لوري، په بېلابېلو ډولونو سره د ولس يا ټولنې لپاره په ښه هنر، ښه احساس او د سالم بدلون لپاره ليکل شوى وى.

 ښه شاعر هغه دى چې ولس ته ښه احساس ورکړي، ولس له بدبختيو وژغوري، پر ولس د تور تيارو پر ځاى د روښانه سباوون زېرى وکړي، د ولس غمونه په خوښيو بدل کړي او د ناارامه ولس روح ته تسکين ورکړي.

چې تسکين پکې د روح نه وي سيرته

څو جملې وي ګډې وډې شعر نه دى

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close