شفافيت څار بنسټ: د فساد ضد دولس بنسټونه دي چې ترټولو زيات فساد پکې شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۳)

د افغانستان د شفافيت د څار بنسټ وايي، په هېواد کې فساد او د رشوت ورکړه تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د دغه بنسټ مشر اکرام افضلي وايي، د خلکو له لوري د رشوت د ورکړې “پيسو” پنځوس سلنه پورته شوې زياتوي چې درې ميليارده ډالره له خلکو څخه د کارونو د پرمخ بيولو لپاره په رشوت کې اخيستل شوي دي.

نوموړي که څه هم د کومې ادارې نوم نه دی اخيستی خو وايي په هېواد کې د فساد ضد مبارزې “۱۲” دولس بېلابېل بنسټونه فعاليت کوي خو تر ټولو زيات فساد په همدغو ادارو کې شوی دی.

د افضلي په خبره، د حکومت عدلي او قضايي ادارې، پوليس او ګمرکونه د فساد تر ټولو ستر مرکزونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې د زمري د مياشتې په نهمه نيټه د امريکايي مرستو د څار بنسټ “سيګار” هم په يوه راپور کې ويلي و چې افغان حکومت د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې “بې قانونه، کمزوری او ناقص” چلند کوي زیاتوي چې حکومت ” د کاغذ پر مخ” د اداري فساد پرضد د مبارزې ادعا کوي خو په عمل کې هيڅ لاسته راوړنې نه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close