شف شف آخر هم شفتالو

لیکنه : اسد خیل

له ډیری مودی نه به آوازی او انګازی خپریدی چی ګواکی حزب اسلامی د کرزی له دولت سره خبرو ته زړه ښه کړی، خو په سبا بل سبا به ښاغلی حکمتیار دغه ډول بی اساسی اوازی وبللی او آن چی دا به یی د مکار دښمن سوړ جنګ وګڼلو. د ښاغلی حکمتیار تر ټولو سخت شرط دا و چی تر هغی چی امریکایی ځواکونه په افغانستان کی موجود وی نو د دغی کاواکه او بی واکه او مزدور حکومت سره خبری اتری د سیاسی ځان وژنی په معنی دی.

په څو څو ځل د دغه ګوند استازو د کرزی د حکومت پر مهال د دغه دولت دروازی ټکولی او هم یی ورسره ناستی پاستی کړی، کرزی په وار وار اعتراف کړی چی د هغه او حکمتیار تر مینځ د سولی په اړه بی شمیره لیکونه تبادله شوی. خو بله ورځ به ښاغلی حکمتیار صیب په ډیر شد او مد سره دغه تشی د دښمن اوازی وبللی.

خو بالآخره ومو لیدل چی د حزب اسلامی په استازیتوب ښاغلی انجنیر قطب الدین هلال د انتخاباتو ګرم تنور ته ورودانګل، چی په دی اړه هم په څو څو وار د حزب اسلامی د متعددو مشرانو تر منځ ضد او نقیض نظرونه مطبوعاتو ته راووتل، کله به حکمتیار صیب ویل چی دا د حزب استازیتوب نشی کولی او کله به یی ویل چی نوموړی دوی استولی، آن تر دی چی هلال صیب په خپله یوه انتخاباتی غونډه کی په څرګندو الفاظو او په ډیر جذباتی او هیجانی ډول سره اعلان وکړ چی نوموړی د هغه حزب اسلامی چی حکمتیار یی مشری کوی په استازیتوب په دی انتخاباتو کی ګډون کوی، خو کله چی له ناکامی سره مخ شو نو بیا هم ضد او نقیضو اوازو باندی مطبوعات رنګین شول چی نوموړی اوس د اشرف غنی سره یو زای کیږی، او ځینو مشرانو به یی ویل چی حکمتیار صیب ورته د دی امر کړی او ځینو به دا خبره ردوله او ویل به یی چی حکمتیار صیب له دی کاره منع کړی خو هغه نه منعه کیږی تر دی چی د حکمتیار او د هلال تر منځ د خپګان باعث هم شو، خو بالآخره هلال صیب د اشرف غنی په ننګه د حزبیانو له رایو تیر شو او د حزبیانو رایی یی د دموکرات اشرف غنی له فکره قربان کړی، اوس ګورو چی حکمتیار صیب هم د هلال صیب په پل باندی پل کیښود، او د زرګونو هغو حزبیانو چی سرونه یی د یوه سوچه اسلامی نظام په تمه قربان کړل او زرګونه میندی په دی هیله کونډی او بوری شوی او په لکونو ماشومان یو ځل بیا په دی امید یتیمان شول چی ګوندی حکمتیار په خپلو کړو ژمنو ټینګ ولاړ دی او د امریکایانو تر وتلو د دی فاسد نظام سره خبرو ته تیار نه دی، خو د ټولو قربانی د خاورو سره همغسی خاوری شوی لکه د روسانو پر مهال چی حزبیانو کومی قربانی ورکړی وی، اوس حکمتیار صیب خبره د شف نه شفتالو ته راوویسته، او له خپلو ټولو شرطونو او ژمنو او د خپلو وفادارو حزبی ورونو له قربانیو داسی تیر شو لکه هلال صیب چی ورنه تیر شوی و، اوس حکمتیار صیب دا اوازی نه ردوی ځکه چی خبره شفتالو ته شوه او شفتالو خو پوره خبره ده چی د ردولو یی امکان نشته، خو وبه کتل شی چی حکمتیار صیب به د خپلو نهضتی قربان شویو وروڼو په ارمانو لوبی وکړی او کنه پوره به یی کړی هغه نهضتی ورنه چی حزب یی تل په ډیر افتخار سره یادوی لکه : انجنیرنیازی، مولوی او انجنیر حبیب الرحمن او داسی نور. او وبه کتل شی چی حزبیان نور څومره لچک ښکاره کوی او څومره به د خپل اسلامی نظام ارمان د امریکایی دموکراسی نه قربان کړی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close