شمال؛ طالبانو ته شدیده اړتیا/ خالد روان

له طالبانو  پرته افغانستان بد ښکاري او همدغه طالبان دي چې د غوڅو پرېکړو او سرښندونو ته یې آن دُښمنان هم قایل دي. طالبان شف ـ شف نه کوي او خبره سمه شفتالو کوي. نه له چا وېره لري او د قانون پر وړاندې ټول خلک یو ډول گڼي، چې د همدغه پرېکنده دریځ له امله یې په واک لاندې سیمو کې امنیت نسبي خوندي کړی دی.

طالبانو په پینځه کلنۍ واکمنۍ کې د اوسنۍ شمال ټلوالې ټغر ټول کړی و. ټلواله یې یوازې تر کولاب پورې محدوده کړې وه. له شمال ټلوالې سره امریکا، روسیې او گڼ شمېر هېوادونو مرستې کولې او ښه روزل شوي جنگیالي یې لرل؛ خو طالبان په تش لاس تر اخېرې سلگۍ ورسره وجنگېدل او نورو سیمو ته یې پرېنښودل.

په روانه اوونۍ کې افغان ځواکونو د فاریاب د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان او د ځايي اربکیانو مشر نظام الدین قیصاري ونیوه، چې له نیولو وروسته یې ځايي پلویانو د فاریاب د ولایت مقام ودانۍ، ملي امنیت ریاست او امنیه قومندانۍ ودانیو ته اور ورته کړ او د افغان ځواکونو گڼ شمېر موټرې د اور خوراک شوې.

د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش د قیصاري نیول کېدل تایید کړي او نوموړی یې عدلي او قضايي ادارو ته د ځواب ویلو په موخه کابل ته رالېږدول شوی دی.

«پر قیصاري ځینې تورونه پورې دي چې له همدې امله نیول شوی او اوس به کابل کې عدلي او قضایي ادارو ته ځواب وایي، که پړ و له قانون سره سم چلند ورسره کېږي او که نه، ازاد به شي.»

په ټولنیزو شبکو کې د نظام الدین قیصاري یوه ويډیو هم خپره شوې، چې په یوه امنیتي غونډه کې د فاریاب والي، امنیه قومندان او نورو مسوولینو ته د مرگ گواښ کوي.

«درنو دوستانو، که نن شپه جمعه بازار او شیرین تگاب سقوط وکړ، زه به تاسې ټول ووژنم، که مې ونه وژلئ، زه به د پلار زوی نه یم.»

نظام الدین قیصاري د ولسمشر غني د لومړي مرستیال جنرال دوستم نږدې کس او اوس په شمال کې د داعشیانو په ملاتړ له طالبانو سره د سر سخته جگړه کوونکو څخه دی، چې د سیمې زرگونه کورنۍ ترې تر پوزې راغلي او قانون یې یوازې د ځان تابع کړی دی.

پر قیصاري سلگونه تورونه دي، چې ځینې کورنۍ یې وژلي، غلاوې یې کړي او له قانون څخه یې سرغړونه کړې ده.

قانون، قانون دی او باید په ټولو خلکو یو ډول پلی شي. که چېرته قانون یوازې په غریبو او نادارو خلکو پلی کېږي او زورور او چارواکي ترې مستثنا وي، نو هلته باید قانون په ابدي خوب ویده کېږي او حالات یې داسې کېږي لکه په فاریاب کې اوسني حالات.

د امریکا له راتگ سره سم دلته تبعیضي چلند کېږي. د شمال ټلوالې، جنبش، جمعیت اسلامي او د ځینو نورو لنډه‌غرو ډلو غړي هره ورځ قانون ماتوي او حکومت یې یوازې ننداره کوي او پر وړاندې یې هېڅ ډول اقدام نه کوي. «د شهیدانو اوونۍ په نمانځه کې یې ټول خلک ښه شاهدان دي» خو که په نورو سیمو کې خلک دغه ډول اعتراضونه وکړي، نو ځای به یې حتماً بگرام او د څرخي پله زندانونه وي، چې له دې وړاندې یې هم زرگونه زلمیان پکې بندیان دي.

تېره ورځ په فاریاب کې د حالاتو د قابو کولو په موخه لوی درستيز جنرال شريف يفتلي او د کورنيو چارو وزارت مرستيال جنرال محمد اختر ابراهيمي دغه ولایت ته ولاړل؛ خو تراوسه حالات د ډاډ وړ قابو شوي نه دي او نن هم د نښتو او لاریونونو وېره پر خپل ځای پاتې ده.

په فاریاب کې د روان تاوتریخوالي له امله ښوونځي، روغتونونه، دولتي ادارې او هټۍ تړل شوي او د قیصاري پلویانو په یو مخیز ډول جنایتونو ته لاسونه اچولي دي او د خلکو عامه شتمني د اور خوراک گرځوي.

سوځول شوې ودانۍ او موټرې

د امریکا له وتلو د اوازې سره سم ځینې سیمې په قصدي ډول ناامنه کېږي او ځینې زورواکان په‌کې سرونه راپورته کوي. داسې ښکاري چې امریکا په لوی لاس اوسني حالات نویمو کلونو ته ورگرځوي، چې د روسانو د وتلو سره سم کورنۍ جگړه پیل شوه.

مرکزي حکومت ته په‌کار ده، چې ټول لنډه‌غر او زورواکي ونیسي او علني اعدام یې کړي. که مرکزي حکومت ځان کمزوری گڼي؛ نو بیا دې افغانستان طالبانو ته پرېږدي، چې په یوه ورځ د ټول غم وخوري او د امریکا ټول پلانونه په نطفه کې شنډ کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close