شماليوال د لومړي مرستيال جنرال دوستم محاکمه غواړي

راپورتاژ: الماس خدرخېل

د افغانستان په شمال کې ميشت ولسي خلکو له افغان دولت او بشري حقونو نړيوال سازمان غوښتي، چې په جنګي جرمونو ککړو کسانو ته سزا ورکړي او محاکمه شي.

دوه ورځې وړاندې نيويارک ټايمز مجلې خبر ورکړ، چې جنرال دوستم په شمال کې د نوموړي سيال احمد اېشچي وهلی، ډبولی او وروسته يې له ځانه سره برمته کړی هم دی.

که څه هم د دوستم ملي جنبش ګوند اړوند وياند ويلي، چې دوی نوموړي قومي مشر نه دی وهلی؛ خو بل پلو تېره ورځ سلګونه کسانو د ښاغلي دوستم د کور مخې ته احتجاجي غونډه وکړه او د نوموړي د راخوشې کولو غوښتنه يې کوله.

د ځايي خلکو په وينا، په شمال کې د ولسمشر لومړی مرستیال دوستم يواځې په پښتنو نه، بلکې په دغه سيمه کې په تاجکو او اوزبکو هم ظلمونه او خپله ديکتاتوري کوي، دوی وايي په شمال کې اوس د دوستم قدر نشته او بايد د ظلمونو مخنيوی يې وشي.

د تېرې ورځې لاريون کوونکو يو تن فصيح الله وويل: ((څنګه په يوه جوړ دولت کې د زورواکانو لاس څوک نه شي نيولی، دوستم بايد يوې بشري محکمې ته حاضر کړای شي، ترڅو د خپل تېر په اړه ترې څېړنې وشي، هغه خو په زرګونو انسانان وژلي، هغه او مالک دواړو د پښتنو سره هم ظلمونه کړي او د هغوی په ملکيتونو يې خيټې اچولي، د هغوی سيمې يې قبضه کړي او دوی يې د ترهګر او طالب په نامه له خپلو سيمو شړلي دي)).

تر دې وړاندې هم د لومړي مرستيال جنرال دوستم ظلمونه د پښتنو، ازبکو، تاجکو سره د سرپل، جوزجان، فارياب او يو شمير نورو ولايتونو کې د عملياتو پر مهال ترسره شوي دي، چې وروستۍ زورونه يې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د سرپل ولايت د خلکو زورول وو، چې دولتي چارواکو ته تر شکايت کولو وروسته هم په دې څوک ونه توانېدل چې د دوستم د مليشو مخنيوی وکړي.

 د سرپل ولایت د سید اباد، منګوټي، امام صاحب جعفر او کله ګیان سیمو اوسېدونکي شکایت کوي، چې جنرال دوستم ته اړوند ځواکونه او محلي پاڅون کوونکي(ملیشې) د دوی پر سیمو څوځلې ورغلي او سربېره پردې چې ښځې، ماشومان او سپین ږیري یې وهلي، ټکولي او ګڼ شمېر نور یې د شخصي خصومتونو له وجهې زنداني کړي هم دي، دوی زياتوي د طالب په تور چي هر څه وغواړي هغه کوي.

په ورته وخت کې د ياد ولايت اوسېدونکي په ګډ حکومت نيوکه کوي او وايي، چې د جنرال دوستم اړوند مليشې موږ هيڅ بې هيڅه زوروي، زموږ جرم نشته خو د قومي تعصب له امله مو د زنانوو، ماشومانو او کورونو پر وړاندې هر قسم ظلمونه کېږي، دوی وايي چې په شمالي ولايتونو کې چې فقط پښتون وي نو د طالب او ترهګر په نامه معرفي کېږي.

شنونکي په دې باور دي که د جنرال دوستم اړوند مليشو او خپله دوستم په شمال ميشتو پښتنو باندې خپلو تېريو او ظلمونو ته دوام ورکړي، نو لرې نه ده، چې د نوموړي مليشو خلاف يو قومي پاڅون وشي او ولسونه د طالبانو په مرسته د نوموړي د ظلم مخنوی وکړي.

پوځي پوهان وايي، چې تردې دمه جنرال دوستم نه پوهېږي چې د نوموړي دنده په ګډ حکومت کې څه ده، ځکه هغه لومړی مرستيال دی د اداري کارونو پر ځای يې، خپله په نظامي فعاليت کې د ولسونو په زورولو پيل کړی دی.

بايد وويل شي، چې د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم تیر کال د خپلو ملیشو په بدرګه د فاریاب په ولایت کې د ولسي خلکو پر خلاف پراخ عملیات تر سره کړل، چې له امله یې د یاد ولایت له پښتون میشتو سیمو پښتون کوټ ، المار او قیصار ولسوالیو څخه په زرګونو کورنۍ په درنې مرګ ژوبلې سربیره د سیمې پریښودوته اړیستلې.

تر دې مخکې او اوس بيا د جوزجان او سرپل قومي مشرانو د ګډ حکومت چارواکو ته د لومړي مرستيال اړوند مليشو له خوا شکايتونه شوي، چې په يادو ولايتونو کې ولسي خلک زورول کېږي، اختطاف کېږي، بنديان کېږي، بې عزته کېږي؛ خو تر دې دمه د ګډ حکومت چارواکو لا د دې ولايتونو ولسي وګړو ته کوم اطمنان يا مثبت ځواب نه دی ويلي، ځکه چې ملي حکومت نه، بلکې زورواکي حکومت روان دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د روان کال د جون میاشتې په وروستیو ورځو کې د ګډ حکومت لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ملیشې په فاریاب ولایت کې د ملکیانو د وژلو مسوولې بللې دي.

د څار نړیوال سازمان ويلي، چې جنرال دوستم اړوند ملیشې د بشري حقوقو درناوی نه کوي او په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد د جګړې په نامه یې ولسي وګړي وژلي، ټپیان کړي او د خپلو سیمو څخه یې هجرت ته اړ کړي دي.

نوموړي سازمان له ګډ حکومته په ځانګړې راپور کې غوښتنه کړې وه، چې د جنرال دوستم اړوند مليشو باندې بنديز ولګول شي، ځکه چې د شمالي ولايتونو امنيت يې خراب کړی او په ډېرو جنګي جرمونو او د خلکو په زورولو يې لاس پورې کړی دی.

د يادونې ده، چې جنرال دوستم د هېواد مشهور قاتل او جنګسالار دی، چې د ډيرو هېوادوالو په وينو يې لاسونه سره دي او په زرګونه هېوادوال يې شهيدان کړي، بنديان کړي، زورولي او شکنجه کړي دي.

په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دوستم له هېواده وشړل شو او څو کلونه وروسته د امريکا د هوايي او ځمکنيو قواوو په ملتيا بيا راستون شو، چې اوس يې بيا د هېوادوالو په زورولو لاس پورې کړی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close