شمالي اوجنوبي کوریا څو خپلمنځي جوړجاړیو ته سره ورسیدل

 

(کابل ټکی کام ۲۳۹۶ کب ۱۵ فرید افغان)

شمالي کوریا ته د جنوبي کوریا د لوړ پوړي پلاوي سفر د دواړو هیوادونو اړیکې نورې هم نږدې کړې چې اټکل کیږي دواړه کوریاوې به له لسیزو وروسته خپلې اړیکې یوځل بیا ورغوي.

شمالي کوریا ژمنه کړې چې د جنوبي کوریا پر ضد به له هیڅ ډول اټومي وسلو څخه کار نه اخلي، همداراز به د مذاکراتو پر مهال د هیڅ اتومي توغندي ازموینه نه ترسره کوي.
د شمالي کوریا ولسمشر به همداراز په راتلونکې اپریل میاشت کې د خپل جنوبي سیال سره د دواړو هیوادونو په سرحد کې و ګوري.
د دواړو کوریاوو چارواکو ژمنه وکړه چې د تلیفون یو نښلونکی خط به د دواړو کوریاګانو ترمنځ وصل کوي تر څو دواړه ولسمشران له یو بل سره له نږدې په تماس کې وي.

همداراز ویل شوي چې د دریمې ناستې وړاندې به یوه تلیفوني اړیکه هم دواړه ولسمشران سره نیسي .
دا له نړیوال جنګ وروسته په تیرو څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې د دواړو کوریاو چارواکي دومره نږدې اړیکې پالي.
تر دې وړاندې شمالي کوریا جنوبي کوریا ته د المپیک ژمنیو لوبو ته خپل لوبغاړي استولي و، چې ملتیا یې د کیم جونګ اونګ خور کوله، تر هغه وروسته دشمالي کوریا د یولوړپوړي جنرال په مشرۍ یو بل پلاوی هم جنوبي کوریا ته لاړ تر څو د المپیک سیالیو د پای په مراسمو کې ګډون وکړي.
امریکا چې د دواړو کوریاو له اتحاد نه په ویره کې ده،  ویلي چې له شمالي کوریا سره هغه مهال خبرو ته چمتو ده، چې دا هیواد له اتومي وسلو لاس واخلي، خو شمالي کوریا ویلي چې دې وړاندیز ته هیڅکله تیار نه دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close