شمالي او جنوبي کوریا د ګډې پولي اختلاف ستونزو کولو موافقه وکړه

کابل ټکی کام ۰۳سنبله/۱۳۹۴ راپور: انصار جنوبي کوریا چې د شمالي کوریا سره یې د ګډې پولي په سر اختلافات مخ په زیاتېدو  وو خپل پوځونه یې په ګډه پوله زیات کړل.  جنوبي کوریا دولتي رسنۍ یو نهاپ لیکلي چې جنوبي کوریا د شمالي کوریا د لوړ رتبه چارواکو سره په ګډه پوله مخ په زیاتېدونکو اختلافاتو مخه ونیوله، او د ستونزو د را کمولو موافقه یې وکړه.   د دواړو کوریاوو تر منځ تاوتریخوالی هغه وخت زیات شو چې کله په ګډه پوله د جزیرې سره دواړو پوځونو یو پر بل ډزې پیل کړې، شمالي کوریا جنوبي کوریا ته ګواښ کړی وو، چې د دوی هغه تبلیغات چې د شمالي کوریا پر خلاف یې کوي د زور د لارې به یې له منځه یوسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close