شمالي وزیرستان کې ۱۴وسلوال وژل شوي دي

کابل ټکی کام ۰۷سنبله/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

پاکستاني پوځیانو د ضرب غضب عملیاتو په بهیر کې د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې ۱۴تنه وسلوال وژلي دي.

پاکستاني پوځیان وایي چې امنیتي ځواکونو په هوایي بریدونوکې د ډېورنډ کرښې ته څېرمه په شوال سیمه کې د وسلوالو ۱۴ تنه وژلي دي.

پاکستاني پوځي اطلاعاتي څانګې په خپله خبر پاڼه کې ویلي چې ۱۴ تنه وسلوال په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.

ویل کیږي چې شوال سیمه کې د وسلوالو شتون د پوځ لپاره لوی خطر دی، خو د پوځ ویاند عاصم باجوه وایي چې پوځ په شوال سیمه کې ځمکني عملیات پیل کړي دي، چې ښې پایلې به ولري.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close