شمالي کوريا د اتومي پروګرام د بيا پيل خبرداری ورکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۰)

شمالي کوريا ګواښ کړی که امریکا پر دغه هېواد لګول شوي اقتصادي بنديزونه ليرې نه کړي دوی به يو ځل بيا اتومي پروګرام پيل کړي.

اسوشيټيد پرس د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت له قوله ليکي چې امريکا او شمالي کوريا تر منځ د اتومي پروګرام پر سر خبرې ترخې شوي دي زیاتوي که امريکا په دغه برخه کې خپل دريخ بدل نه کړي نو دوی به د اتومي پروګرام پياوړي کول بيا پيل کړي.

د امریکا او شمالي کوريا مشرانو د روان کال په جون مياشت کې د اړيکو رغولو په موخه غونډه وکړه چې پيونګ يانګ د اتومي پروګرام د ودرولو ژمنه وکړه او ټرمپ يې په مقابل کې وويل چې د کوريا ټاپووزمه کې به جنګي حالت پای ته ورسول شي.

ټرمپ په وروستيو کې ويلي، چې پر شمالي کوريا به وروسته له هغې بنديزونه ليري کړي چې کله هغه هېواد خپلې اتومې وسلې ختمه کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close