شمالي کوریا د بالاستیکي توغندي په ازمایښت کې پاتې راغله

کابل ټکی کام۱۳۹۵ غبرګولی۱۱ عبدالهادي همت

شمالي کوریا د منځني واټن بالستیکي توغندي ناکامه ازموینه تر سره کړه. د RENHAP  خبري اژانش  د خبر له مخې نوموړی ازمایښت پرون د دوشنبې په ورځ د شمالي کوریا د کانواندو ولایت د وان سان د ښار په سیمه کې وشو، خو ناکامه شو.

یونهاپ خبري اژانس په یوه راپور کې د معلومات لرونکو سرچینو له خولې لیکلي چې د شمالي کوریا څلورمه ازموینه هم ښایي د موسودان ډوله توغندی وي.

د  Rёnhapژانس د خبر له مخې ویل کېږي؛ چې دغه توغندی چې شمالي کوریا یې په ازموینه کې پاتي راغله د «موسودان» ډوله توغندیو د ټولګې توغندی وو چې ۳۰۰۰ کیلومتره لري واټن ته الوتنه کولای شي.

د ویل شویو مشخصاتو موسودان  توغندی کولی شي جاپان او د امریکا ګوام ټاپوګانو ته ورسېږي، خو لا هم شمالي کوریا هېڅکله هغه په بریالیتوب سره نه دی ازمایلی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close