شمالي کوریا لا هم خپل هستوي فعالیتونه ’نه دي درولي‘

ملګرو ملتونو په یوه تازه خپاره شوي راپور کې ویلي چې شمالي کوریا خپل هستوي او توغندیز فعالیتونه لا هم ’نه دي درولي.‘

د سي این این ټلوېزون د خبر له مخې، دا رپورټ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غوښتنه جوړ شوی ښيي چې شمالي کوریا پر دې هېواد له لګول شویو بندیزونو سرغړونه کوي او پر بهرنیو هېوادونو خپلې وسلې خرڅوي.

په دې راپور کې ویل شوي چې شمالي کوریا له سوریې سره پوځي کومک کړی او همداراز د یمن پر حوثیانو هم د وسلو خرڅولو هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو د دې رپورټ چمتو کوونکو کارپوهانو ویلي چې د شمالي کوریا د بالیسټیک توغندیو او نورو ممنوعه فعالیتونو کارپوهانو په ۲۰۱۱، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ز کې له سوریې لیدنه کړې ده.

د سپوږمکۍ په وسیله اخیستل شوی انځور، د شمالي کوریا په سانومدونگ سیمه کې د بالیسټیک میزایلو جوړولو مرکز / رویټرز
د سپوږمکۍ په وسیله اخیستل شوی انځور، د شمالي کوریا په سانومدونگ سیمه کې د بالیسټیک میزایلو جوړولو مرکز / رویټرز

په دې محرمانه رپورټ کې همداراز راغلي چې دې هېواد نورو هېوادونو ته د نفتي تولیداتو او د ډبرو د سکرو په انتقالولو سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له قطعنامې سرغړونه کړې ده.

یوه اونۍ وړاندې، امریکايي استخباراتي ادارو ویلي و چې شمالي کوریا د نورو بالیسټیک توغندیو په جوړولو بوخته ده.

د یادونې وړ ده، د امریکا ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، او د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون، په تېره جون میاشت کې د کوریا ټاپووزمې پر غیراټومي کېدو هوکړه وکړه، خو د ملګرو ملتونو او امریکايي استخباراتو له رپورټونو ښکاري چې شمالي کوریا بیا هم خپلو هستوي فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close