شنونکي: د ګډ حکومت مشران د سولې اړوند خبرو کې يوه خوله نه دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۲۰) يو شمير سياسي شنونکي د اجرائيه رئيس وروستيو خبرو ته په کتو وايي، چې د ګډ حکومت مشران د سولې اړوند خبرو کې يوه خوله نه دي او په دې باره کې واحد نظر نه لري.

تېره ورځ، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وويل چې د سولې په اړه پټې معاملې ورته د منلو نه دي.

سياسي شنونکي وايي، د عبدالله عبدالله خبرې د دې ګواهي ورکوي چې حکومتي مشران د سولې اړوند خبرو کې يوه خوله نه دي.

سياسي شنونکی احمد سعيدي وايي، د عبدالله عبدالله پرونۍ خبرې د دې ګواهي ورکوي چې د ګډ حکومت مشران له طالبانو سره د سولې اړوند خبرو کې يوه خوله نه دي.

د هغه په باور، د ملي يووالي حکومت د بهرنيو هېوادونو په انحصار کې دی او زياتوي چې د مشرانو تر منځ نه همغږي به د دې سبب شي چې د سولې کاروان تر خپل منزله ونه رسېږي.

پوځي شنونکی جاويد کوهستانی هم وايي، چې د افغانستان دولت د پاکستان، سعودي او انګلستان په ګډون د ځانګړو بهرنيو کړيو تر انحصار لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل پروسې په وروستۍ ناسته کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني وويل چې طالبان دې اساسي قانون ومني، وسلې دې پر ځمکه کېږدي، ډزبندي دې وکړي بيا چې هرځای غواړي د سولې په اړه به خبرې ورسره وکړي.

طالبانو تر اوسه د افغان حکومت دغې وړانديزونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې مخکې يې په خپلو اعلاميو کې ويلي چې امریکا پر افغانستان يرغل کړی او د خبرو او مذاکراتو لوری امريکا ده چې خبرې ورسره وشي ترڅو د خپلوځواکونو د ويستلو مهالويش اعلان کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close