شهادته ته څومره خوږ یې!

لیکوال: محمد عمر “منیب”

شهادته!
هغه کومه مینه ده چې ستا مینه پکې رانغښتې؟ هغه کومې هیلې دي چې تر تا پورې تړل شوي دي؟ پدې تنکیو مستشهدینو ته ولې دومره ګران یې چې په مینه دې اورونو ته ورځي؟
په رښتیا هم ته سپېڅلی یې، ته له سپېڅلو خلکو سره مل یې او سپېڅلو خلکو ته دې غېږه پرانیستې ده.
شهادته!
ته یوه ښکلې ډالۍ یې چې د څښتن تعالی له لوري خپل نازولي بنده ته ورکول کیږې، ته یو ښکلی ګل یې چې له ګلاب، غاټول، ریحان او مرسل څخه دې ښکلا ډېره ده او ټول درته ګوته په غاښ دي.
شهادته!
ستا د ملګرتیا فکر مې کاوه، د خیال په نړۍ کې لاهو وم او له تا څخه مې پوښتنې کولې. ما ویل: ته ولې دومره مغرور یې؟ ولې زمونږ خواته نه را ګورې؟ آیا ته له غریبانو څخه کرکه لرې؟
زما له ډېر تریخوالي سره، سره تا په ورین تندي ځواب راکړ: ګرانه! زه به ولې مغرور یم، زه له مغرورو خلکو نه کرکه لرم او یواځې له عاجزو بندګانو سره ملګری کېږم، زه یواځې هغه کسانو ته ورځم کوم چې د الله تعالی ډېر نازولي بندګان وي، هغه چې په الله تعالی ډېر ګران شوی وي او غواړي ما ورته ډالۍ کړي.
هو! زه د همدې نازولو لپاره چې په خپلو تنکیو ځوانیو سره د خپلې مینې رښتینوالی څرګندوي ګواه یم، زه د هغوی نوم ور بدلوم او زما نوم یې هم د محشر په ورځ بس دی ځکه زه د الله تعالی له لوري یوه ډالۍ یم او له هغه کس سره چې د الله تعالی دا ډالۍ شتون ولري د قیامت په ورځ د بلې سپارښتنې اړتیا نشته.
شهادته!
ستا ددې خبرو په اورېدلو سره مې نا ببره له خولې ووتل: شهادته! ته څومره خوږ یې!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close