شهيد

هره ورځ د شهيد ورځ ده

اميد ” خُرم “

هره ورځ د شهيد ورځ ده

شهيد مړ نه ده ژوندی ده

شهيد نوم ده پاک سپېڅلی

پاک قرآن کې رب ستايلی

د شهيد په مفهوم پوه شه

هره قاتل خو شهيد نه ده

هر غاصب هم شهيد نه ده

شهيد لمر ده  منور  ده

تا ته خپل ظالم شهيد ده

ما ته خپل قاتل شهيد ده

ته شهيد يې زه شهيد يم

غل شهيد ده مل  شهيد ده

اې قرآن ته تۀ لږ ځير شه

څوک شهيد ده څوک اتل ده

شرم وکړه حيا وکړه

کوم قانون کې غل شهيد ده

د احد او هم د بدر غزوه ګوره

څوک شهيد ده څوک مردار ده

زما خرم دې په نصيب شي

شهادت  سپېڅلی  وياړ  ده

لږ خو سر ګريوان کې کوز کړه

د ناهيد  قاتل شهيد ده

كابل / افغانستان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close