شيخ عبدالرؤف صاحب ته څو کرښې !

ليکوال ـ بدرالافکار

شيخ صاحب !

زما نيت دی چې ستا وينا د اسلامي شريعت په رڼا کې ټکي پر ټکي رد کړم ، خو تر څو چې زه وخت پيدا کوم او ليکنه کوم ډير بوخت يم شايد وخت رانه پکې واخلي خو نن غواړم ستا په وينا تاته څو کرښې وليکم .

شيخ صاحب ! ته د امامت د صحت لپاره په اوسنی زمانه کې د ديموکراسۍ د طرز او طريقې په څير ټاکنې ضروري بولې. ته وايې چې اول بايد مسلمانان خپل نماينده ګان وټاکي او بيا نماينده ګان اميرالمؤمنين وټاکي ، يوازې پارلمان دې اهل الحل و العقد ګڼلی ، شيخ صاحب ! که ستا خبره ومنو نو بيا د مرحوم اميرالمؤمنين امارت هم نه ؤ درست ، ځکه له هغه سره هغه وخت په کندهار کې د څو مفتوحه ولايتونو علماؤ بيعت وکړ او د اميرالمؤمنين په توګه يې وټاکه چې طالبانو لا کابل هم نه ؤ نيولی او د هيواد د زياتې برخې علماء پکې نه ؤ .

شيخ صاحب! ستا د فتوی له مخې په اوسني عصر کې يا اشرف غني اميرالمؤمنين دی يا نواز شريف ځکه اشرف غني مباشر د ولس له لوري ټاکل شوی ، ښځو او سړيو دواړو رايه ورکړې او نواز شريف د پارلمان د وکيلانو له لوري چې د ضلعو په سطحه د پاکستانيانو له لوري په پارلمان کې نماينده ګان دي ټاکل شوی . اوستا په فتوا نه خو دابوبکر صدیق رض (العیاذ باالله) خلافت درست و، نه ده حضرت عمر رض (العیاذ باالله) امارت سم و، همداسې لاندې راځه بیا نده د مرحوم اميرالمؤمنين رحمه الله امارت صحيح وو!.

شيخ صاحب!

منصور صاحب د رهبری شوری له لوري چې د امارت په کچه يا په بل عبارت د افغانستان له ولس څخه د هغې برخې وګړو په کچه چې اوسني جهاد ته معتقد دي او په هيواد کې اسلامي نظام غواړي د اهل الحل و العقد شوری ده ټاکل شوی. يوازې همدغه برخه خلک اسلامي نظام او جهاد ته معتقد دي او همدغه رهبري شوری د افغانستان د ولس د همدغې مؤمنې برخې واقعي نماينده ګان دي او کله چې دوی منصور صاحب سره د اميرالمؤمنين په توګه بيعت وکړ د افغانستان د ولس د همدغې مجاهدې طبقې په کچه اکثريت علماء کرامو ، نظامي قوماندانانو ، مجاهدينو ورسره بيعت وکړ او تقريباً د امارت په کچه د اهل الشوکة قاطع اکثريت په دې بيعت کې شامل ؤ او وروسته بيا دغه بيعت د اسلامي امت په کچه د مجاهدې او مؤمنې طبقې د قاطع اکثريت له لوري تائيد شو، او موږ د لسګونو زرو کسانو غونډې وليدلې چې له منصور صاحب سره يې بيعت کاوه .

ستا دا خبره درسته نده چې د منصور صاحب امامت شرعي نده ، ځکه دی د ولس د نماينده ګانو له لوري ندی ټاکل شوی او که دا ومنو نو بيا خو د طالبانو پاڅون د حکمتيار او رباني په ضد درست نه ؤ ځکه د طالبانو د تحريک په ابتداء کې د اميرالمؤمنين په توګه څوک موجود نه ؤ او وروسته چې اميرالمؤمنين وټاکل شو ، ستا د اوسنی فتوی له مخې د هغه ټاکنې صحت نه درلود نو ځکه د طالبانو اقدام د دوی په مقابل کې درست نه ؤ او دوی د دفاع حق درلود لکه نن چې ته د دفاع حق ځينو باغيانو ته ثابتوې.

شيخ صاحب !

ته چې په څومره سويه عالم يې ، ستا د سويې زرګونو علماءکرامو چې افغانان او غير افغانان ؤ له منصور صاحب سره بيعت کړی ، دکتور شيرعلی شاه صاحب رحمه الله چې څه موده وړاندې وفات شو هغه د مرحوم اميرالمؤمنين رحمه الله سره هم بيعت کړی ؤ او د نوي امير منصور صاحب سره هم او په هغه غونډه کې چې په دارلعلوم حقانيه کې ترسره شوه بيعت ته اصلي مشوق نوموړی رحمه الله ؤ .

شيخ صاحب !

دا تا چې د زابل د جګړې په اړه د الاماره وضاحت ننګولی او ويلي د دي چې هغه مستنده فتوی چيرې ده چې شيوخو او علماء کرامو د زابل د جګړې د وجوب په هکله ورکړې ، دا هغه علماء او د هغې دارالافتاء مفتيان دي چې تير پنځلس کاله مجاهدينو د دوی د فتوی ګانو له مخې خپلې جهادي جارې مخته بيولې. د دوی په فتوی يې د اسلامي شريعت احکام عملي کول ، د اسلامي امارت لايحه د دوی په فتوی ترتيب شوې ، عملاً د افغانستان د ولایتونو او ولسواليو قضايي چارې مخته وړي.

دا هغه علماء دي چې مرحوم اميرالمؤمنين وصيت کړی ؤ چې زما د وفات خبر به ورته رسوئ. دا هغه علماء دي چې د امارت د قيام په مهال مرحوم اميرالمؤمنين پرې په خپل ژوند کې اعتماد او باور کاوه او لوړې لوړې قضايي دندې يې ورته سپارلې وې. دوی عملي مجاهدين دي ، دښمنانو ته مطلوب دي ، په مدرسه کې په آزاد ډول درس نشي کولای ، خو د هيواد په سطحه فقهي شخصيتونه دي.

شيخ صاحب !

څرنګه چې د زرګونو علماء کرامو د عملي بيعت له مخې د منصور صاحب امامت صحيح دی ، بناءً څوک چې د ده په وړاندې دريږي هغه له شک پرته باغيان دي ، البته منصور صاحب هم خپلې لښکرې په مطلق باغي پسې ندي ورليږلې ، بلکه د چا په مقابل کې يې چې نظامي اقدام کړی ، اول يې په هغوی اتمام د حجت ترسره کړی ، په هغوی يې يوازې له دې وجې اقدام ندی کړی چې له ده سره يې بيعت نه کاوه ، بلکه هغوی له جنرال رازق څخه وسلې اخيستې وې ، له امنيت ملي سره په ارتباط کې ؤ ، په سيمه کې يې د خلکو ځان ، مال او عزت نه ؤ ترې خوندي ، هغوی په نيږدې راتلونکي کې د يو لوی فساد د برپاه کولو لپاره په تياري بوخت ؤ. هغوی غوښتل چې د اوسني جهاد ثمره هم د پرديو استخباراتي شبکو په اشاره له روسانو سره د جهاد په څير تالاترغه کړي.

شيخ صاحب!

هغوی د قومونو تر منځ لويو شخړو ته لمن وهله او د هزاره ګانو د ښځو په تښتولو سره يې د پښتنو د ښځو تښتولو او بې عفته کولو ته لاره همواره کړې وه . د دغو خلکو په ضد اقدام لپاره يوازې د دوی له شر او فساد څخه ډک اعمال هم کافي ؤ . د جهاد يو مقصد هم د ظلم او فساد دفع ده .

شيخ صاحب !

دا چې ته واړه او کشران طالبان مخاطب کوې چې په داسې وخت بايد دواړه ډلې پريښودل شي او لاره ترې جلا کړل شي ، ته ښه پوهيږې چې ستا په خبرو مشران طالبان او مجاهدين نه تيروزي ، علماء نشې تيرباسلی ، ځکه خو کشران مخاطبوې ، ستا مطلب دا دی چې يوه دريمه ډله هم جوړه شي او هغوی به بيا د دواړو ډلو په ضد جنګيږي او بيا به ستا په څېر يو بل څوک فتوی ورکړي او د څلورمې ډلې جوړولو ته به زمينه برابره کړي او په دې ترتيب به يو تسلسل د احزابو د جوړولو رامنځته شي ، تعدد د احزابو به راشي او د کفري نړۍ او منافقينو هغه آرمانونه به پوره شي چې د طالبانو د ټوټه کولو لپاره يې لري.

شيخ صاحب !

منصور صاحب که نفسی په بغاوت يو څوک وژلای نو تاته خو يې بيخي لاس در رسيږي ، يو اخطار قدرې خو به يې درکړی وای. ما خو د لويو لويو فتنو په هکله هم ستا غږيز پيغام ندی اوريدلی ، د اسلامي نړۍ او افغانستان په کچه ډيرې فتنې راولاړې شوېدي ، دا ته چې اوس کومې غږيزې ويناوې خپروې ، کاش که د دغو فتنو په اړه د هم کومه غږيزه وينا خپره کړې وای.

د الله لپاره دغه کولنګ چې د اسلامي امارت د دنګ منار د نړولو لپاره د راخيستی دغه کولنګ له لاسه وغورځوه ! که په وسه د پوره وي د اسلامي امارت د وحدت لپاره يو کار وکړه او که په وسه د نه وي پوره نو غلی او خاموش کينه او د دې صف د يووالي لپاره دعاګانې کوه !

الله جل جلاله د موږ او تاسې ټولو ته د سمې لارې هدايت وکړي او الله د ټول مسلمانان او مجاهدين په اتفاق کړي.

آمين يا رب العالمين

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close