شين ځای د ذهن او دماغو په ساتنه او تيزوالي کې مرسته کوي، څيړنه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۸)

څيړونکي وايي، په شين ځای، باغونو، فصلونو او کروندو کې چکر وهل د انسان او په ځانګړي ډول د ماشوم د ذهن لپاره ډير ګټور دی.

د ډنمارک د آرهس پوهنتون ساینسدان او څيړونکی پروفيسر کرسټين اينګمين وايي، شنې سيمې د انسان دماغو لپاره ګټور تماميږي او په دغه ډول شنو ځايونو کې اوسېدل او چکر وهل د ذهن په تيزوالي کې مرسته کوي، په ځانګړي ډول د کوچنيانو لپاره دغه ډول ماحول جوړول ډير ګټور ځکه دي چې لویان شي دماغ يې ډير تيز وي.

څيړونکو له ۱۹۸۵ څخه تر ۲۰۱۳ پورې د نړۍ له بيلابيلو سيمو د سټلايټ په واسطه د شنو سيمو انځورونه اخيستي او وروسته يې په یادو سيمو کې پر شاوخوا نهه لکه ماشومانو څيړنه کړې چې شنو ځايونو ته نږدې او ليرې دي.

دوی په دغه څيړنه کې په کليوالو سيمو کې د دماغو د روغتيا پلټنه وکړه چې شپاړلس ډوله نقصات يې پکې وموندل.

څيړونکو د دغه تحقيق په پايله کې وويل، هغه کوچنيان چې شنو ځایونو کې وخت تيروي د دوی په ځوانۍ او زيات عمر پر وخت پر دماغي ناروغيو د اخته کيدو خطره ۵۵ سلنه کميږي نسبت هغه ماشومانو ته چې له شنو ځايونو ليرې اوسيږي.

په څيړنه کې ويل شوي هغه کوچنيان چې لس کاله  شنو ځايونو، باغونو او پارکونو سره نږدې وخت تير کړي نو په لويېدو سره يې پر دماغو ښه اثر پريباسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close