شپنۍ چاپې او د ملکي هیوادوالو شهادتونه.!

لیکوال: م. جمیل باور

له کله چې زموږ په ګران هیواد د امریکا په مشرۍ نړیوال خونخور صلیبي اتیلاف وحشیانه یرغل کړی، نو ورسره هم مهاله د یرغلګرو او د دوی د بې ضمیره ګوډاګیانو لخوا په ملکي اهدافو بي دریغه بریدونه پيل او داغمجنه لړۍ لاروانه ده او خدای خبر ترڅو به روانه وي!

په تېر ۱۷ کلونو کې روغتونونه، مدرسې، مسجدونه، کورونه، ودونه، جنازې او د عامه اجتماع ځايونه هدف ګرځول شوي او په زرګونو بي ګناه ملکیان پکي شهیدان اوټپیان شوي، اوس چې یرغلګر او د هغوی داخلي مرستندويان له ماتې سره مخ دي او خپلو شومو اهدافو ته د رسېدو هېلې يې مړاوې دي، د خپلې ناکامۍ غچ له عامو افغانانو اخلي.

وروستيو څو مياشتو کې د ملکي خلکو په کورونو شپنۍ چاپې او ړانده بمبارونه خپل اوج ته رسېدلي دي، چې د ننګرهار په خوږیاڼو، اچین او کابل کيمپ سيمو کې يې وروستي وحشيانه عمليات څو بيلګې دي، چې د رسمي ارقامو له مخي تر یو سل شپیته ډېر هیوادوال شهيدان شول، چې زیاتره یې ښځې، ماشومان او بوډاګان وو.

دغه راز ميدان وردګو، کاپیسا او نورو ولايتونو کې هم لسګونه همداسې جنایات ترسره شول.
تېره مياشت په لومړي ځل د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د یوې اعلاميې په خپرولو سره د یادو ملکي تلفاتو مسؤل دکابل ګوډاګۍ اداره او ددوی بهرني ملاتړي صلیبي یرغلګریادکړل.

په داسې حال کې له اشغال راوروسته هره شپه د ګران هیواد په لر او بر کې زموږ د هیوادوالو په کورونو د بلک واټر او صفریک ځانګړو کمانډویانو لخوا وحشیانه عملیات تره سره کیږي؛ خونه کومې په اصطلاح مدني ټولني، نه ملګرو ملتونو اونه هم بل کوم د بشر د حقوقو ارګان یاد وحشتونه وغندل.

بلکې بالعکس یې ددې وحشیانه وژنو مسؤل بیاهم طالبان یاد کړي او په ډیرمنافقت، چالاکي او د افغان اولس په سترګو کې د خاورو دشیندلو لپاره ادعا کوي چې د ملکیانو کورونه طالبان د سنګرونو په ډول کاروي، ځکه نو صلیبيان اوګوډاګیان یې اړ کیږي چې له بشري پولو پښې واړوي او سلګونه ملکیان شهیدان کړي.

خو د دوی دا ادعا مطلقاً بې بنسټه او په مجاهدینو پسي پوچ تبلیغات دي؛ ځکه مجاهدین لله الحمد له هرچا ډیر د ملکیانو سر و مال ته فکرکوي او کله یې هم په داسې ځایونوکې عملیات نه دي کړي اونه به یې راتلونکي کې وکړي، چې هلته ملکیان وي، ځکه مجاهدين د همدې ملت د ازادۍ او د هغوی د سر، مال او عزت د خونديتوب لپاره مبارزه کوي.

داسلامي، خپلواک اوسولیزافغانستان په هیله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close