شپږتنه معلول افغان لوبغاړي په استرالیا کې له خپلې لوبډلې تښتیدلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۱)

راپورونه وایي چې د افغان معلولو سرتیرو د ډلې شپږ تنه  چې استرالیا هیواد ته د “اینوکټوس“ یا ماتې نه منونکو لوبو ته استول شوي و، تیره ورځ له هوټل څخه په نامعلوم لوري تښتیدلي او د پناه اخیستنې هوډ یې کړی دی.
د نوموړو لوبغاړو لارښوونکي میرویس رامکي ډیلي میل ورځپاڼې ته ویلي، دغو شپږ تنو په افغانستان کې د امنیتي وضعیت نه سرټکاو او په همدې پلمه یې له ملګرو ځان څنډې ته کړی دی.
دغه لوبغاړي په ۵۰ برخو کې سیالۍ کوي، افغان لوبغاړو له دریو لوبو ورسته ماتې خوړلې وه ،چې د هیڅ کوم مډال وړونکي نه شول، خو تیرکال یې بیا یوه طلایي مډال وړی وو.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه چې افغان سرتیري او چارواکي په بهرنیو هیوادونو کې پناه اخلي، تر دې وړاندې هم ګڼ شمیر چارواکو او سرتیرو له رسمي سفرونو څخه په ګټې اخیستنې په بهرنیو هیوادونو کې پناه اخیستې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close