شک روژه

عصمت الله بشام

زمــا د خـــیـال شــاپــیــرۍ چـا پـوری تړلی نه ده

پراسمان سـپـیـنه سـپـوژمۍ چا پـوری تړلی نه ده

 

ستا شک روژه بلکل مکروه ده هیڅ صحت نه لری

خـپـره خـوشـبـو د غــوټـۍ چـا پــوری تړلی نه ده

 

احساس می سپین جزبه می سپینه خبرسپینه کوم

زمــا د کـــردار  دونــیـاګۍ چـا  پــوری تړلی نه ده

 

د قــرابـــت دعـــوه دی نــه کــوی زمـوژ  ګاونـډیـان

زمــوږ د مـیــونــد مــلالـۍ چــا پـــوری تـړلی نه ده

 

د وجـــود ارګ مـی د بـدرنګ رقـیب خنـجـر خـوړلی

زمـــا دا ســوې ســلــګۍ چــا  پـــوری تــړلی نـه ده

 

د ژونـد تر حـق مو رسـوي په دی یـــاغی  قـلـزم کې

د وخــت اقــــدســه بــیــړۍ چــا پـوری تړلی نه ده

 

بــشـام یـه سیـوری تـه دمــه کــړم تـر ابـــده پـوری

د تـــوحـیـد سپـینه جـنـډۍ چـا پـوری تـړلی نه ده

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close