صدیقي وايي، هلمند ته یې د ځواکونو د ملاتړ لپاره ځانګړي ځواکونه لېږلي

کابل ټکی کام ۱۱غبرګولی/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

په دې وروستیو کې طالب ځواکونو یو ځل بیا په هلمند ولایت کې خپلو بریدونو ته زور ورکړ، او ګڼې سیمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې، چې د دغه ولایت ولایتي شورا مرکزي حکومت ته د خبرداري په توګه وویل، که ولایت ته تازه دمي سرتیري ونه لېږدول شي، نږدې ده چې سقوط وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، چې هلمند کې افغان امنیتي ځواکونه په جګړه بوخت دي، او د هغوی د ملاتړ لپاره یې ځانګړي ځواکونه استولي دي.

نوموړی په داسې حال کې دا خبرې کوي، چې ځايي سرچینې وایي، طالبان مرکز ته څېرمه په عملیاتو بوخت دي، او د پرمختګ په حال کې دي.

د هلمند ولایت والي حیات الله حیات هم مني، چې ولایت ته یې ځواکونه استول شوي دي، او تصفیوي عملیات یې پیل کړي دي.

له بلې خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي، چې په هلمند ولایت کې «عمري عملیات په ډېره کامیابۍ سره روان دي.»

ښاغلي احمدي ویلي دي، چې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه، باباجي، ګرشک، نادعلي، ناوې او سنګین ولسوالیو کې د دوی د جنګیالیو له لورې پیل شوي عمري پسرلني عملیات په کامیابۍ روان دي.

نوموړي وویل، چې تراوسه پورې یې ۲ قرارګاوې او دوه ویشت پوستې نیولي دي، او د یو شمېر قومندانانو په شمول یې د مقابل لوري ۱۲۴ عسکر او محلي پولیس وژلي دي.

د احمدي په وینا چې مقابل لوري جنګي مورال بایللی دی، او سیمې ورو ورو پرېږدي، او د دوی جنګیالیو ته لاسته ورځي.

ښاغلي احمدي د ۶ ټانګونو او ۳ رېنجر موټرانو د له منځه وړلو خبر هم ورکړی دی، او همدا راز یې ادعا کړې ده، چې ۸۸ میله سپکه او درنه وسله یې لاسته راوړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close