صرف غوښتنې، او غندنې به د ولس کوم درد دوا کړي

 بدرځلاند

له کومې ورځې چې امریکا زمونږ په هیواد یرغل کړی او د افغانانو په وژلو، بندي کولو،او د اسلامي مقدساتو په سپکاوي  یې پیل کړی له همغې ورځې تر نن د امریکایانو وحشیانه کړنې غندل کیږي، د بیا نه کولو غوښتنې کیږي، او تحقیقاتي پلاوي ټاکل کیږي خو نه د امریکایانو او افغان دولت په کړنو کې کوم فرق ولیدل شو او نه د کومې پېښې د بیا تکرار مخه ونیول شوه، بلکه ورځ تر بلې حالات تر بدو بدتر کیږي

د ولسي جرګې یا پارلمان غړي چې ځانونه د ولسونو استازي بولي او د همدې ولس په رأیو یې ځانونه وکیلان کړي او د ولس پراخ ملاتړ له ځان سره بولي خو دوی تر اوسه په دا ۱۷ کلونو کې داسې یو اقدام ونکړو چې د خپل هغه ولس غم وخوري کوم ولس چې دوی د پارلمان تر چوکۍ رسولي او د ډالرو په بوجیو یې کینولي

د ولس هغه سیاسي څیرو چې کلونه کلونه یې په تعلیم او سیاست حاصلولو تیر کړي او خپل تعلیم او سیاست یې د وطنوالو د ښیګڼې او خدمت پر نوم حاصل کړی او ځانونه د ولس د راتلونکي روښانه مستقبل چراغان بولي، دوی هم تر ننه پورې د ګردي میز له شا څخه یوه قدم مخته تیر نه شول بلکه صرف غوښتنې او غندنې کار اوبار ګرزولی

افغان ولسمشر چې ځان د افغانانو منتخب ولسمشر بولي هغه هم د ولس د دردونو پرځای تل د امریکا د پالیسو په ناکامیدو اوښکې تویې کړي او د امریکایانو د ستراتیژیو د تاوان غچ یې په پټه خوله له افغان ولس څخه اخیستی او د امریکایانو غصه یې پرې سړه کړې ده

که کوم وخت ډیر مجبور شوی نو پر ځای ددې چې د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي برعکس یې ولس غولولی او دهوکه یې ورکړې ده

د هر وحشت او ظلم وروسته یې تحقیقاتي پلاوی ټاکلی خو په تیرو ۱۷ کلونو کې په سلګونو تحقیقاتي پلاوي ټاکل شوي خو یاد پلاوي تر ننه پورې  د یوې پیښې څیړنه هم سرته نده رسولې او د ولس په سترګو کې یې هرځل خاورې ورشیندلي،

چې هر وخت کومه زړه بوګنونکې پېښه د امریکایانو یا افغان دولت له لوري رامنځته شوې ولسي جرګې کې غندل شوې د بیا نه تکراریدو غوښتنې یې شوي خو دوهمه ورځ یې ولس هیر کړی

سیاسیونو هم د خپل ریاکارانه سیاست هدف صرف تر ګردي میز منحصر کړی او خلکو ته دځان ښودلو لپاره یې ګډې وډې ویلي خو چې کله ددوی د خبرو مثبت اړخ چا را اخیستی دوی بیا په شخصي فیسبوک پاڼو کې هغه غندلي او خپلې خبرې یې تحریف شوې بللي

نو دلته حیراني په دې کې ده چې ولس ولې د خپلو خاموشو قاتلانو تر شا ولاړ ده؟ ولې د هغه چا په خبرو لا نور هم غولیږي چا  چې ددوی وینې ۱۷ کاله توی کړې

ایا دوی چې چاته رایه ورکوي همغه ددوی قاتلان نه دي؟

ایا هغوی د همدې وحشي او خونکارې امریکا د موخو لپاره نه دي ګمارل شوي؟

ایا هغو قومي مشرانو د خپلو کلیو ځوانان دې ته نه دي پرې ایښي چې د امریکایانو د موخو لپاره د امریکایانو له لوري وروزل شول او بیرته افغانان د همدوی په لاس ووژل شول

تر څو به دا تش په خوله غوښتنې او غندنې روانې وي او ولس به روزانه د وحشیانو تر وحشت لاندې وژل کیږي

تر څو به د ولس ماشومان او زنانه د مازدیګر په رارسیدو ځان بې کسه او بې وسه احساسوي چې بیګا ته به شپه څنګه تیریږی د چا په کور به چاپه لویږي، د چا کور باندې به بمبار کیږي،  د چا ځامن او تور سرې به شهیدانیږي

په اخیر کې دا دوعا کوم چې الله جل جلاله  مو دې نور په وطن کې د شرعي نظام لاندې امن راولي او د افغان ولس دا بې رحمه وژنې دې الله جل جلاله  نورې پای ته ورسوي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close