صوماليه: د «الشباب» په يو بريد کې د پارلمان غړی وژل شوی دی

کابل ټکی کام ۱۷عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

صوماليه کې د الشباب ډلې په یو بريد کې د دې هېواد د پارلمان يو غړی محمد احمد جرحن وژل شوی دی.

نوموړی لومړی ټپي و او وروسته يې په روغتون کې د ټپونو له لاسه ساه ورکړه.

د الشباب المجاهدين ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.

د پېښې عيني شاهدانو ويلي دي، وسله وال چې په يوه موټر کې سپاره و، د صوماليې د پلازمېنې په ستر ښار حمروين کې يې پر پارلماني وکيل ډزې وکړې، چې له امله يې نوموړی لومړی سخت ټپي او وروسته ووژل شو.

د حمروين مسؤول چارواکي عبد القادر محمد د پېښې پخلی کړی دی او رسنيو ته يې ويلي دي، چې وسله والو د پارلمان ياد غړی د بدن په پورته برخه کې په ډزو ويشتلی دی.

چارواکو ويلي دي، چې بريدګر له بريد وروسته په تېښته بريالي شوي دي او پوليسو يې لټون پيل کړی دی.

ياده دې وي، چې الشباب ډله د صوماليې په زړه او جنوب لوري کې ځنې سيمې په خپله ولکه کې لري او اوسمهال د صوماليې د دولتي او د افريقايي ټولنې د ځواک پر ضد په جګړه بوخت دي، يادې ډلې په دې وروستيو کې د صوماليې پر امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close