ضعیف: که د جګړې عامل ختم شي افغانان به ژر په یوه ټغر سره یوځای شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۴)

په اسلام آباد کې پخوانی افغان سفیر او د سیاسي چارو څیړونکی ملا عبدالسلام ضعیف له طلوع نیوز سره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند او یو سرتاسري سولې د رسیدو پر لارو چارو مرکه کړې او ویلي یې دي چې، په هیواد کې د ټولو ناخوالو عمده عامل د بهرنیانو نظامي شتون ده او که دا سوژه ختمه شي ټول افغانان به پر یوه ټغر سره راټول شي.
نوموړی زیاته کړه، که ثابت او واکمن نظام ولرو، د بهرنیانو او ګاونډیانو د مداخلې مخه په ښه توګه نیول کیدای شي.

هغه د طالبانو له لوري د ۳ ورځني اوربند هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې “زمونږ هیله ده چې دغه اوربند ۳ میاشتو او یا اقلا تر لوی اختر پوري وغځیږي، تر څو په دغه موده کې د بهرنیانو پر خلاف ملي اجماع را منځته کړل شي او د جګړې نورې ریښې وپلټل شي او په حکمت سره یې پر له منځه وړلو غور وشي .“

ضعیف د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې د ډاکټر غني له خوا طالبانو ته د سولې دشوي وړاندیز په تړاو وویل؛ د غني په وړاندیز کې داسي څه نه وه چې له مخي يې طالبان سولې ته وهڅیږي، بهرنیانو ته په کښي هیڅ اشاره هم نه ده شوې او بالمقابل طالبانو ته په داسي څه ورکولو امادګي وښودل شوه چې هغه ددوی حق کیږي
“ د ولسمشر د وړاندیزونو په تړاو باید ووایم، چې دا خو د هر افغان طبيعي حق دی چي پاسپورټ ولري او سياسي حزب جوړ کړي“
ضعیف د بهرنیانو تر وتلو وروسته د سیمیزو هیوادونو احتمالي لاسوهنې ته په اشارې سره وویل، دا هسې وهم دی، که افغانان پر یوه ټغر کینی هیڅ بهرنی ته به د لاسوهنې زمینه برابره نه شي.

همدا اوس چې بهرنیان هم شته د ورځې له دواړو غاړو تر ۳۰۰ ډیر ځوانان له لاسه ورکوو.، لومړی باید دغه معلوم قتل عام ودرول شي.
ضعیف د طالبانو او حکومت تر منځ شوي موقت اوربند ته خوشبیني وښووده او زیاته یې کړه چې هیله لري دا اوربند تر دریو مياشتو ته وغځول شي، او يا لږ ترلږه تر بل اختره امتداداد پیدا کړي ترڅو ولسونه د ښکیلو غاړو تر منځ وګرځي او د جنګ د ريښو پلټنه وکړي.

هغه زیاته کړه؛ افغان حکومت د داعش ډله او طالبانو امریکایان او بهرنیان له خپل اوربند څخه مستثنی کړي دي، دا پر دې دلالت کوي چې دواړه اړخونه د بهرنیانو د شتون مخالف دي او دوی دواړو لکه اوس چې د اوربند متقابل اعلانونه سره کړي همداسي کولای شي چې په یوه ګډ نظام کې واوسیږي او په ګډه خپل هیواد جوړ کړي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close