طالبان، داعش، او د کابل رژیم

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۴۶):

په جوزجان کي، د چهارشبنې په ورځ څه د پاسه ۱۵۰ د داعش جنګیالي د طالبانو د حملو څخه د نجات په خاطر د کابل رژیم په هیلکوپټرو کي انتقال او له مسلم مرګه وژغورل سول. د داعش په جنګلیالیو کي د هغوی مشهور قومندانان هم شامل ول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پدې باره کي وویل،«په جوزجان کي، د داعش شریره پدیده کاملا محوه سوه، او عام خلګ د هغوی له ظلم څخه خلاص سول.» هغه علاوه کړه چي پدې نښتو کي څه د پاسه ۱۵۰ داعش جنګیالي ووژل سول، او څه د پاسه ۱۳۰ تنه ئې طالبانو ته تسلیم سول. فقط څو ورځي مخکي، جنرال نیکلسن ویلي ول،«موږ پوهېږو چي طالبان د داعش سره جنګېږي، او موږ د هغوی جنګ تشویقوو،‌ځکه داعش باید محوه سي.»

د داعش د جنګیالیو سره د کابل د رژیم خواخوږي او همکاري واقعا حیرانونکې ده،‌ او باید جدي سوالونه راپاروي. ولي د داعش جنګیاليو د کابل رژیم ته پناه یوړه؟ ایا په ننګرهار کي د داعش روانه تباهي هم د ارګ او ملي امینت د شورا دسیسه ده؟ ایا ارګ او داعش په تفاهم کي دي؟ ننګرهاریان باید لدې حادثې څخه څه پند واخلي؟ د ننګرهار په قتلونو کي د ارګ مسولیت او دسیسه باید څرنګه افشا سي؟ دا هغه سوالونه دي چي د زیاترو افغانانو په ذهن کي راګرځي.

البته دا څرګنده خبره ده چي افغانستان ته د داعش راتګ کومه تصادفي حادثه نه وه، او نه هم د هیواد په شمال او شرق کي د هغوی خورېدل یوه تصادفي پېښه ده. ځکه د شمال حوادث دا ښيي چي د هغوی سره منظم او سازمان یافته کومک کېږي. او د کابل د رژیم منابع ئې په خدمت کي دي.

یوه بله خبره چي باید په یاد ولرو، هغه دا چي د امریکا نظامي حضور د داعش او نورو افراطي ډلو لپاره د مقناطیس حیثیت لري. امریکايي چارواکي اعتراف کوي چي همدااوس په افغانستان کي څه د پاسه شل افراطي ډلي فعالي دي، حال دا کله چي امریکا افغانستان اشغال کړ، په افغانستان کي یوازي القاعده حضور درلود.

اوس سوال دا دئ چي ایا امریکا په افغانستان کي د افراطیت سره جنګ کوي، او که د افراطیت او تروریزم په خورولو کي کومک کوي؟

په جوزجان کي، د داعش او د کابل رژیم همکاري دا هم ښيي چي د افغان ولس پر ضد یوه خطرناکه دسیسه روانه ده. بل پلو، د جوزجان واقعې د ارګ افغان ضد څېره ښه برملا کړه. او دا ئې هم وښوده چي په مستقبل کي به د داعش دسیسه خطرناک ابعاد پیدا کړي.

څرنګه چي ارګ د کمپېن په موود کي دئ، نو بنا د ځان د کامیابولو لپاره هر راز نامشروع او ملي ضد اقدام ته چمتو دئ.

اوس سوال دا دئ چي پدې برخه کي د افغان ولس څه کولای سي؟ د افغان ولس څرنګه د ارګ او داعش توطیې خنثې کولای سي؟ او پدې برخه کي د افغان منورینو مسولیت څه دئ؟

______

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close