طالبان، د ټولګټو پروژو ساتنه او ملاتړ

 تبصره

دروانې اوونۍ په سر کې اشرف غني په ترکمنستان عشق آباد کې د هغه هېواد د ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف او نورو چارواکو سره د لیدنې وروسته د تامراد- آقينې د اوسپنې پټلۍ پراسته وکړه.

دا پرانسته د هېوادوالو لپاره یو ښه زیری دی، چې په لومړي ځل به له دغې پټلۍ څخه په استفادې سره وړه، غنم، کيمياوي سره او يوه اندازه ساختماني مواد له ترکمنستانه را وليږدول شي او د دغې پټلۍ له لارې به د افغانستان او ترکمنستان پيوستون له تاجکستان، چين، هند او پاکستان سره د تجارتي او اقتصادي همکاريو زمينه هم برابره کړي.

ددې پټلۍ په وسیله به نه یواځې دا چې د نورو هیوادونو سره د هېواد اقتصادي اړيکې ښه والي ومومي، بلکې افغانستان او د سيمې نور هېوادونه به د کسپين سمندرګي له لارې د قفقاز له سيمې او اروپايي هېوادونو سره ونښلول شي او هم به  د هېواد د سودا ګريزو او ترا نزيټي اړيکو په برخه کې لويه پراختيا را منځ ته شي.

 ددې خبر د خپریدا وروسته طالبانو یوه اعلامیه خپره کړه.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې طالبان به د ټولو ملي پروژو ساتنه او ملاتړ کوي.

پدې اعلامیه کې ټولې سترې ملي پروژې لکه د مس عینک، ټاپې، کاسا ۱۰۰۰ پروژه ، د برق او کرنې ستر بندونه، لویې سوداګریزې لارې، د وسپنې پټلۍ او دیته ورته نورې پروژې شاملي دي.

 طالبانو په خپله اعلامیه کې داهم ویلی، چې د ټولو هغو ملي پروژو د امنیت په ساتلو کي به مرسته کوي چي د اسلام او هیواد د لوړو مصالحو په ګټه وي.

د طالبانو لخوا د ملي پروژو په ګوته کولو او د هغو د ساتلو په وینا سره د ولس یو څه تمه پیداشوه، چې که په همدې اعلامیه کې د یادو پروژو ساتنه طالبان وکړي، شاید وروسته به په نوروامنیتی برخو کې چې ټولګټي اهداف پکې نغښتي وي هم ورته اعلامیه خپره کړي؛ خو دا نه ده څرګنده چې طالبان نورو کومو پروژو ته ملي او ټولګټې  پروژې وایي او ددې اصل ثبوت به څه وخت ورکوي؟

د بهرنیو او دولتي پوځونو سره په جګړو کې سرکونه، ښوونځي او د هوایي بمباریو له امله چې د ولسي وګړو کورنو ویجاړ شوي دي او یا د سرک د غاړو په ماینونو، ړندوعملیاتو او نورو چاودونو کې چې کوم مرګونه شوي دي، دولت یې پړه پر طالبانو وراچوي، که طالبان د یادو پروژو د ساتنې عملي ثبوت ورکړي، هغه ټولې پړې چې حکومت یې پرې ور اچوي خپله به مسئولیت دولت ته راجع شي.

د ولس لپاره د طالبانو نوې خپره شوې اعلامیه حیرانوونکې ده، ځکه بهرنیو تبلیغاتي رسنیو د طالبانو پرخلاف د ولس ذهنونه بدل کړي دي؛ خو که په رښتیا طالبان د هېواد په کجکي، سلما، کمال خان، مچلغو، سلطان او نورو ټولګټو بندونو او پروژو پر ساتونکو پوستو بریدونه بند کړي، بیا خو طالبان ډیر ژر د تبلیغاتي ادارو خولې بندولای او د ولس زړونه ګټلای شي.

حکومت ولې د طالبانو اعلامیې ته د شک په سترګه وکتل؟ لږ څه انتظار خو پکار و، چې طالبان خپله د ملي پروژو په اړه خپره کړل شوې اعلامیه په عمل کې ثابتولای شي او که نه ؟ که ارګ د طالبانو په وعدو شکمن دی نو ولس هم د حکومت په وعدو له پیله شکمن و.

حکومت په رسنیو کې تبلغوي، چې طالبان په هېواد کې ټولګټي تاسیسات ګواښي په اصل کې طالبان په هېواد کې  ټولګټې تاسیسات نه، بلکې د چارواکو خپلګټې موخې ګواښي، ځکه خو یې مخ له وخته د طالبانو په اعلامیه شک څرګندکړ.

ولس ددې انتظار باسي چې طالبان به د ټولګټو پروژو ساتنه او ملاتړ په څه ډول کوي؟

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close