طالبان:د عالمانو په نوم غونډې د امریکایي پلان له مخې جوړیږي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۸)

طالبانو په کابل او اسلام آباد کې د دولت پلوه علماؤ له خوا کیدونکو غونډو په تړاو غبرګون ښودلی او هغه یې د امریکایي استخباراتو د پلان شویو مرموزو دسیسو یوه برخه بللې.
طالبان وایي؛ امریکا په نظامي ډګر کې له ماتې سره مخ ده او اوس غواړي د بریا لپاره غیر جنګي تګلارې ولټوي “ د دغو خبرو وضاحت په افغانستان کې د پخواني امریکايي قومندان جنرال نیکولسن لخوا هم شوی وو چې په طالبانو به مذهبي فشارونه واردوي او د روانې اونۍ په سر کې د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټيس لخوا هم په ښکاره توګه وویل شول چې د اسلامي امارت په وړاندې له دیني عالمانو څخه استفاده او د روان جهاد په مقابل کې فتوا پرې ورکول يې له دندو څخه دي او تعقیبوي به يې.“

طالبانو یوځل بیا پر دیني علماؤ ژغ کړی چې له دا ډول غونډو لرې و اوسیږي او په وینا یې چې د امریکایي استخباراتو د پلانونو قرباني نه شي.
طالبان وایي؛ “ وروسته له ۱۷ کالو د افغانستان جهاد ته نوی مفهوم او محمل پیدا نه کړي او په غیر مستقیمه توګه د امریکا له اشغال سره همکاري ونه کړي“
طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي چې حقیقي او واقعي علماء په دغه ډول غونډو کې ګډون نه کوي او په وینا یې چې “ واقعي علماؤ په تیرو ۱۷ کالو کې يې د روان جهاد حمایت کړی او خپل مسئولیت يې په کې ادا کړی دی.

طالبانو علماؤ ته خبرداری ورکړی چې “ د دې دسیسو ښکار نشي، کنه په ورځ د قیامت به د مجاهدینو، شهیدانو، یتیمانو، کونډو او ټول افغان مظلوم اولس لاس او د دوی ګریوانونه وي، ځکه د روان جهاد د بریالیتوب لپاره سترې قربانۍ ورکړل شوې، امریکايي کفار د شکست په درشل کې قرار لري، اوس له هغوی سره هر ډول حمایت او د هغوی په خوله د هدف ته رسیدونکي مقدس جهاد په مخکي خنډونه پیداکول نه بښونکی جرم دی، چې الله دي نکړي حقیقي علماء کرام په کې ښکیل نشي او په جدیت سره متوجه و اوسي.“

اعلامیه کې د استدلال په توګه د سعودي او کابل پخوانیو غونډو ته اشاره شوې چې د علماؤو څخه نه چا شرعي نظر واخیست اونه يې چا دلیل ته غوږ کيښود؛ بلکې صرف په غونډو کې يې له موجودیت څخه سوء استفاده وشوه او په رسنیو کې د سولې د شورا لخوا ترتیب شوې مقاله پرې د فتوا په نامه اعلان شوه.
باید وویل شي چې تیره ورځ د افغان حکومت د سولې عالي شورا په مشرۍ د دولت پلوه علماؤ یو پلاوی اسلام آباد ته تللی څو د طالبانو پر ضد د یوې بلې فتوا په چمتو کولو کې همغږي وکړي.

تر دې وړاندې په سعودي،کابل او اندونیزیا کې هم ورته غونډې شوې چې له مصارفو پرته یې هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د هیواد د مشهورې روحاني کورنۍ د وروستي مشر حضرت امین جان مجددي په مشرۍ د هیواد ۴۰۰۰ څلور زره علماؤ د امریکا پر ضد له روانې جګړې څخه ملاتړ وکړ او هغه یې فرض عین جهاد وباله.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close