طالبان:د مسکو غونډه کې مذاکرات نه؛ د مسئلې په هر اړخیز حل خبرې کیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۵)

طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د روسیې په پلازمینه مسکو کې د افغان سولې په تړاو په جوړیدونکې غونډه کې ګډون کوي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي

“ دغه کنفرانس له کوم جهت سره د مذاکراتو کنفرانس نه دی، بلکې په دغه کنفرانس کې به څيړنیز او هر اړخیز بحث کيږي چې څرنګه د افغانستان مسئله له سوله ایزې لاری حل او امریکايي اشغال پای ته ورسیږي“
نوموړی وایي چې استازي به یې په دغه غونډه کې د افغان جګړې په هر اړخیزو حل لارو ویناوې وکړي او په خبره یې چې “ د اسلامي امارت استازي به  د امریکايي اشغال د پای ته رسیدو په ګډون د مسئلې په ټولو اړخونو او همدا شان ګران هیواد او سیمې ته د امن او ټيکاو راګرځیدو په اړه به خپل نظر او دريځ ګډونوالوته واوروي“
په ورته وخت کې د ملي یووالي حکومت ټینګار کړی چې په دغه غونډه کې د طالبانو د حضور له امله ګډون نه کوي، خو د سولې شورا یو پلاوی او یو شمیر مطرحې سیاسي څیرې به په کې ګډون وکړي.

د ولسي جرګې غړي د حکومت د نه ګډون پریکړه غندي او زیاتوي چې افغان حکومت د روسیې او امریکا د رقابتونو له امله په مسکو غونډه کې ګډون نه کوي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close