طالبان:له دولتي او ځینو ښاري مجبوره خلکو پرته نور اولس ټاکنې تحریم کړې وې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۸)

طالبانو د دولت پلوه رسنیو او دولتي چارواکو هغه څرګندونې پروپاګند بللې چې ګواکې د هیواد په زیاتره نقاطو کې ټاکنې له کومې امنیتي ستونزې پرته ترسره شوې.
طالبان وایي، نن یې په ټول هیواد کې ۴۰۷ بریدونه کړي چې په کې یې ټاکنیزه پروسه مختل او لسګونو افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

خبرپاڼه زیاتوي

“په دغو بریدونو کې د رای ورکولو مطلق اکثریت مرکزونه تړل شوي پاتې، له ځينو ښاري سیمو پرته په نور ولایتونو او ولسوالیو کې خلکو په یاده جعلي پروسه کې ګډون ونه کړ. “

طالبانو د ټاکنو د تحریم علت دا ښوودلی چې

“ د اشغال په صورت کې په تر اشغال لاندې ملکونو کې د انتخاباتو په نامه جعلي پروسې د اولسونو په سترګو کې د خاورو شیندلو معنا لري، ځکه هرڅه په کې د اشغالګرو قوتونو په تمویل، لارښونه او نفع ترسره کیږي چې هيڅ افغان با احساسه ضمیر ته د منل وړ نه دي“

باید وویل شي چې طالب ویاندویانو نن کرۍ ورځ د هیواد له ګوټ ګوټ نه د انتخاباتي پروسې اړوند خبرونه رسنیز کړل چې په کې له پلازمینې کابل نیولې بیا د هیواد تر ټولو ولایاتو پورې زرګونه انتخاباتي مراکز د طالبانو له خوا تړل شوي و.
د هیواد په دریو ولایاتو( میدان وردګ ،فراه او کندوز) کې تقریباً د ولایت په کچه ټاکنې ونه شوې او دغه راز په ټولو شمالي او جنوبي ولایاتو کې د ولسوالیو په کچه انتخابات ګډوډ شوي دي.

دغه راز له تخنیکي پلوه دا نتخابات له درغلیو او ستونزو ډک  بلل شوي چې ښایي مشروعیت یې له پوښتنې سره مخ شي.
د ټاکنو کمیسون د دې ستونزو له امله د یوې ورځې انتخابات دوهمې ته وغځول او سبا یې په غیر قانوني توګه رخصتي اعلان کړه.
طالبانو ویلي

“ اګر که د حکومت لخوا ګمارل شوو رسنیو ټوله ورځ د انتخاباتي بهیر د بریالي پرمختګ ډنډوره غږوله خو هغه څه چې افغان غیرتي اولس د سر په سترګو ولیدل، ماسوا له دولتي او ځینو ښاري مجبوره خلکو نور اولس دغه پروسه تحریم کړې وه.“

د شپې له خوا په پلازمینه کابل او یو شمیر ولایتونو  کې د صندوقونو ډک کیدل، د بایومتریک ماشینونو خرابوالی د رای ورکونکو په نوم د ناظرینو انځورونه اخیستل او یو لړ نور موارد وو چې دا پروسه یې د خلکو له نیوکو  او بې باورۍ سره مخ کړه.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close