طالبانو او دولت د ټاکنو د څرنګوالي په تړاو یو اوبل ننګولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۹)

د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني او طالبانو په جلا جلا پیغامونو کې د ټاکنیزو ورځو د څرنګوالي په تړاو د یو او بل هڅې ننګولې .
ولسمشر غني ویلي، افغانان اوس د دیموکراسي غوښتونکي دي او په ټاکنو کې د خلکو پراخ حضور دا وښووده چې دوی پر دیموکراتیک نظام باور لري.

د نوموړي په وینا له تهدیدونو او امنیتي ستونزو سره سره په ټاکنو کې د خلکو ګډون دا ثابته کړه، چې دوی ولسواک نظام غواړي.
خو طالبانو بیا د نن ورځې ټاکنې ننګولې او له امنیتي او تخنیکي پلوه یې دا پروسه جعلي او خندونکې بللې چې په وینا یې

“ افغان ولس اونړۍ هرڅه مشاهده اوترسترګویې تیرشول چې دجان کیري په ګوتوداوبدل شوي دولت دنوي پارلمان دټاکنوبهیرڅومره شفاف اوترکومه حده افغان شموله وه“

طالبانو په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون په هکله د رسنیو خبرونه جعلي بللي او ویلي یې دي چې؛

“دهیوادله یوشمیرښاري اومحدودوبرخوڅخه علاوه چې انتخاباتي مراکزیې په خورامغلقوحصارونواوامنیتي کلابندیوکې جوړکړي و اوممکن یوشمیردولتي مامورینواویاهغوخلکوچې جیبونوته یې وارله مخکې رشوتونه اوډالررسیدلي وو په پاتي هیوادکې دمتعال رب جل جلاله په نصرت اودسربکفه مجاهدینوپه همت دمکاري امریکادغه اسلام اوافغان دښمنه پروژه تالاترغه او وننګول شوه“

طالبانو ویلي چې دهیواد په ۷۰ فیصده ځمکه تسلط او اغیز لري نوپه هیڅ ډول ممکنه نده چې په دغه ۷۰ سلنه برخه کې دې د دوی په وینا “ دامریکادشیطاني پروژې“ لس فیصده هیله اوهوس هم پوره شوی وي.

باید وویل شي چې پرون په داسې حال کې چې دهیوادپه لراوبرکې د طالبانو له لوري دانتخاباتي مراکزوپه وړاندې کلک خنډونه جوړشوي وو اوټولي مهمي لاري بندي اوتړل شوي وې ټاکنې ترسره شوې

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس عبدالبدیع صیاد وایي؛ څلور میلیون کسانو د ولسي جرګې په ټاکنو کې رایې وکارولې.
خو په غیر رسمي توګه د دې کمیسیون چارواکو رسنیو ته ویلي چې په دې پروسه کې تر یو میلیون کمو کسانو ګډون کړی وو.
باید وویل شي چې په دغه پروسه کې تر اوو(۷)میلیون ډیرو کسانو نومونه ثبت کړي وو

د یادونې وړ ده چې طالبانو دا ځل د دې پروسې پر مهال هیڅ داسې خونړی برید ونه کړ چې ولسي خلکو ته په کې زیان اوښتی وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close