طالبانو بدخشان کې ۱۲ تنه افغان سرتېري وژلې او نوريي ټپيان کړي دي

(کابل ټکی کام، تلې۱۳مه/۱۳۹۴ل)

بدخشان ولایت نه تازه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې، طالبانو په دغه ولایت بهارک ولسوالۍ اړوند ملنګ آباد او یخشیر سیمو کې د یوې درنې جګړې په پايله کې ۱۲ تنه افغان سرتېري وژلې او يو شمېر نوريي ټپیان کړي دي .

طالبان وايي چې ددوي ملګر ۵ تنه عسکر هغه مهال ووژل کله چې ددوي د ملنګ آباد سيمه کې یوه غلچکی برید ترسره کړ .

دغه راز ۷ تنه نور يي دیخشیر سیمه کې د بلې ورته جګړې په نتیجه کې وژلې .

د یادونې وړ ده چې طالبانو د ملنګ آباد د نيولو دعوه هم کړې ده، وايي چې سیمه يي تر خپل کنټرول لاندې راوستلې ده .

حماس افغان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close