طالبانو ته دملا اخترمحمد منصور پيغام دکامیا بیو ډاډ

مبصر

دهر هېواد اولس پدې هیله وي چې دوخت واکمن اویا د ګوند مشر به ورته دراتلونکی ژوند دبرخلیک اوپه هر اړخیز ډول دنیګمرغئ لاره روښانه کړي تر څو دخپل مشر دلارښونو سره سم دهیواد په ښيرازئ او یو بسیا ژوند په لرلو سره ژوند ته دوام ورکړي داسلام تاریخ روښانه دی چې داسلامي مبارزې ددوام او دکفري نړۍ دوحشت په مقابل کې دجګړو پرمهال مجاهدینو ته دقاصدانو په ذریعه پیغامونه لیږل شویدي .

دنړیوالو جګړو په دوران کې دیوه هېواد واکمن به تل دمقابل هیواد واکمن اویا د جګړې سر لښکر ته د قاصد  په ذریعه پیغام استاوه، چې هغه وخت دنن دور په څیر غږیزو ، رسنیو پیغامونو زمینه نه وه برابره اونه ساینس دومره پر مختګ کړی ؤ، د اونو په پاڼو ، ټوکرو اوڅرمنو په وسیله به يې کتبي پیغامونه دقاصدانو په لاسونو لیږل اوس وخت که دپیغام لیږنې ټولې وسیلې شتون لري خو افغان اولس ته او په ځانګړي ډول په سنګرونو کې ګوته په ماشه مجاهدینو ته دځنې ستونزوله امله ملا صاحب اخترمحمد منصور مخابروي پیغام ولیږه.

 دملاصاحب محمد عمر دوفات وروسته داسلام او افغان اولس دښمنانو دمجاهدینو په صفونو کې داختلاف راولاړولو ډیر هڅي وکړې  خو که څه هم دهیواد په داخل او بهر کې  دافغانانو پر لپسې  بیعتونو د دښمنانو خولې له خاورو ډکې کړیدي خو دمخابری دلاري دملااختر محمد منصو پیغام افغان اولس او مجاهدینو ته دکامیابیو ډاډ ورکړ او دايې ثابته کړه چې ټول افغان اولس دافغانستان دبشپړ ازادئ په هیله دمجاهدینو ترڅنګ ولاړ دي .

ملا اخترمحمد منصور چې په مخابروي پیغام کې افغان اولس ته دکومو مو ضوعاتو په اړه په خپل پیغام کې اشاره وکړه دښمنان يې ګوته په غاښ کړل ، ملا اختر محمد منصور په خپل پیغام کې مجاهدینو ته وویل چې دمدرسو ، ښونځیو دشخصي او ملي شتمنیو په اړه خاصه پاملرنه وکړي تر څو زمونږ اولس يې له ګټي  اختسنې بې برخي پاتي نشي.

ددې دمخه به چې په هیواد کې کومه ناوړه پيښه وشوه او یابه دښوونې او زوزنې کومې ادارې ته داسلام او دافغان اولس دښمنانو دمجاهدینو په صفونو کې دبې باوریو او اختلاف لپاره تاوان ورساوه نو غربي تبلیغاتي اوله غربه اکمالیدونکو رسنیو به دمجاهدینو په خلاف ډنډوري پیل کړی.

دملااختر محمد منصور دی وینا چې مجاهدینو ته يې دعلماوو ، قومي مشرانو او اولسي وګړو دژوند دهو ساینې او ددوی سره په ورځني ژوند کې دلاس ورکولو او په بشپړ توګه داولس د زړونو دخپلولو سپار ښتنه وکړه داولس زړونه يې هم وګټل.

 دملامحمد عمر دفات نه وروسته به یو شمیر خپل غرضو کړیو د طالبانو دصفونو په منځ کې داختلاف وینا کوله خو دملا اخترمحمد منصور غږیز مخابروي پیغام تبلیغاتي اداروته د ۱۳ ملیونو ډالرو په لګښت ورکړل شوي  پلانونه دخاورو سره خاورې کړل چې نه اوس کوم مخالف ته د اختلافي ذهن ساتلو اونه امریکا يې اشغلګروته په افغانستان کې دپاتې کیدو کومه پلمه پاتې شوه ځکه پدې پیغام کې تر ټولو غوره او مجاهدینو ته دباور خبره داوه چې مجاهدین به دافغان اولس په صاد قانه مرسته کوي اودبهرنیو پوځونو تروتلو پورې به خپل مقدس جها دته دوام ورکوي.

بله دیادوني وړ خبره چې دمجاهدینو په صفونوکې دښمنانو دکم عمر ه ځوانانو دشتون تبلیغات کول دهغې په اړه هم مجاهدینو ته روښانه او پریکنده  لارښوونه وشوه چې دوخت داړتیا او افغان مجاهد اولس دزړونو دتسل لپاره داپیغام دزړونو دټکور او مجاهدینو ته دکامیابیو د ډاډ پیغام ؤ

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close