طالبانو ته د پرمختللو تجهيزاتو لاس ته ورتلو شپنيو چاپو کې د ځواکونو تلفات زيات کړي

راپورتاژ: الماس خدرخېل —– د امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې د افغان ځواکونو پرمختللې وسلې او پوځي تجهيزات د طالبانو لاس ته لوېدلي چې له کبله يې د دولتي ځواکونو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

د طالبانو لاس ته د شپې دوربينونو او پرمختللو تجهیزاتو ورتلو سره د هغوی شپني عمليات زيات شوي چې له کبله يې د دولتي ځواکونو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، طالبان په خپلو شپنيو عملياتو کې د شپې لېدونکو دوربينونو او پرمختللو وسلو څخه استفاده کوي.

نيويارک ټايمز د امریکايي چارواکو له قوله ليکي، طالبانو د تېرو درې کلونو په پرتله د شپې لېدونکو دوربينونو څخه په استفادې خپل بريدونه دوه برابره زيات کړي دي.

زیاتوي، چې د طالبانو له لوري په عملياتو کې د شپې لېدونکو دوربينونو څخه استفاده د دې لامل شوې چې د دولتي ځواکونو تلفات درې برابره زيات شوي دي.

طالبان څه ډول او له کومه ځايه د شپې دوربينونه او وسلې ترلاسه کړي؟

که څه هم امریکا او روسيه په افغانستان کې په ډېرو نظرونو کې سره اختلاف لري خو په دې خبره یقيني دي چې د افغان ځواکونو پرمختللې وسلې او د شپې دوربينونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

نيويارک ټايمز ليکي، چې امريکايي قومندانان د اداري فساد له کبله تر ډېره وخته په دې کشمکش کې و چې پرمختللې وسلې او تجهيزات افغان ځواکونو ته ورکړي او که نه ترڅو هغوی په پوځي تجهيزاتو سمبال شي.

د نيويارک ټايمز په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۱۶م کال په پسرلي کې ۲۱۰ دانې د شپې دوربينونه د هلمند د ۲۱۵نمر قول اردو ته وسپارل شول، خو ۱۶۱ دانې د شپې دوربينونه بېرته سپارل شوي او پاتې نور ورک دي.

نيويارک ټايمز  په خپلو معلوماتو کې وايي، چې افغان ځواکونو د ورکو شويو دوربينونو په اړه ويلي چې لادرکه شوي شپني دوربينونه يې په جګړو کې ضايع شوي دي، خو زیاتوي چې دوی د دغې ادعا په اړه قانع کوونکي دلایل نه لري.

که څه هم څو ورځې مخکې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ادعا وکړه چې طالبانو سره لیده کاته کوي او هغوی ترې د پيسو غوښتنه کړې ترڅو له افغان ځواکونو څخه پرې وسلې وپيرې خو تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې يو شمير پوځي شنونکو ويلي و، چې په حکومت او د افغان پوځ په ليکو کې د فساد نه په استفادې طالبان د دولتي ځواکونو وسلې په ښه قيمت ترلاسه کوي.

د شنونکو په باور، طالبانو ته د شپې دوربينونه او پرمختللې وسلې لاسته ورتلل د دې لامل شوي چې په وروستيو کې په يو شمير ولايتونو کې د ګډو ځواکونو شپني عمليات ناکام شوي او هغوی ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده، چې طالبان هر کال د هېواد له بېلابېلو ولايتونو د پوځي بريدونو کلني راپورونه خپروي چې تر ډېره پکې د دولتي ځواکونو څخه د نيول شويو سلګونه ميله سپلکو او درنو وسلو يادونه هم کېږي.

دغه راز له طالبانو سره د پخوانيو قومندانانو او د افغان پوځ د سرتيرو يوځای کېدو سره هم هغوی ته پرمختللې وسلې او د شپې دوربينونه لاسته ورځي چې طالبان ترې په خپلو بريدونو کې استفاده کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close