طالبانو تېرو ۱۲ ساعتونو کې پر ځانګړو ځواکونو دوه موټر بم بریدونه کړي

طالبانو په تېرو ۱۲ ساعتونو کې په کابل او میدان وردګ ولایتونو کې پر ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې یې د دې ځواکونو ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

لومړی سرتېری موټر بم برید، تېره شپه شاوخوا ۲ بجې، د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په دوراني سیمه کې د صفر یک قطعې پر کاروان ترسره شو.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، کابل.کام ته د ایمېل له لارې په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې د ۰۱ قطعې ”ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي او څو موټر یې ویجاړ شوي دي.“

ښاغلي مجاهد د وژل شویو سرتېرو په اړه خپله شمېره نه ده ښوولې خو وايي چې نور معلومات به وروسته خپاره شي.

د دې برید تر ترسره کېدو نږدې اته ساعته وروسته، بیا هم دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دویم موټر بم برید، نن سهار شاوخوا ۵ بجې، د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د صفر یک قطعې پر کاروان ترسره شو.

کابل، ۵مه امنیتي حوزه کې پر صفر یو قطعې سرتېری برید – ۲۶ جولای، ۲۰۱۸ / د زمري ۴مه، ۱۳۹۷

د کابل د پولیسو ویاند، حشمت ستانکزی، وايي چې په دې موټر بم برید کې ”د ملي امنیت څلور سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.“ د مرګ او ژوبلې کره شمېر ښايي د حکومت له لوري تر اعلان شویو شمېرو زیاته لوړه وي.

‍د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، وايي چې په دې برید کې د صفر یک کنډک ګڼ شمېر وسایط له منځه تللي ”او، د ابتدايي معلوماتو په اساس، لسګونه عسکر يې وژل شوي او ټپيان شوي دي.“

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې ۰۱ قطعه د ځانګړو ځواکونو هغه ډله ده چې د لوګر او میدان وردګو ولایتونو ته به یې هره شپه د چاپو په موخه قطارونه لېږل، ”چې د خلکو کورونه، مساجد او مدارس به يې ویجاړول او فوق العاده وحشت به يې کاوه.“

د نوموړي په خبره، ”نن د دغې قطعې مهمه هسته د مجاهدینو تر برید لاندې ونیول شوه، چې ګڼ شمېر افراد يې د خپلو شومو کړنو په سزا ورسېدل.“

ویل کېږي، طالبانو تېره شپه د میدان وردګ په سید آباد ولسوالۍ کې هم د 01 قطعې پر کاروان سرتېری موټر بم برید کړی، خو طالبانو تر دې دمه رسمآ څه نه دي ویلي.

۰۱ قطعه د ملي امنیت اړوند ځانګړي ځواکونه دي، چې زیاتره وخت په شپنیو چاپو کې برخه اخلي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close