طالبانو دایمرداد ولسوالۍ نيولې- امنيه قومندان وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۸)

د میدان وردګو ولايت چارواکي وايي، تيره شپه طالبانو په دايمرداد ولسوالۍ بريد کړی چې له کبله امنيه قومندان او ګڼ پوليس وژل شوي دي.

د والي وياند عبدالرحمن منګل وايي، د طالبانو په بريد کې درې پوستې سقوط شوي او د امنيه قومندان سید یونس په ګډون لس پوليس وژل شوي دي.

د منګل په وينا، جګړه لا هم روانه ده او د مرکز څخه کومکي ځواکونه پر لاره دي.

خو د ولايتي شورا غړی احمد جعفر وايي، د ولسوالۍ ټولې دفاعي پوستې ویجاړې شوي او اوس مهال د ولسوالۍ مرکز کې چې د طالبانو له خوا کلابند دی د څو تنو عسکرو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده.

په ولسوالۍ کې دننه عسکر وايي، يواځې څو تنه پوليس چې هغه هم ټپيان دي د طالبانو سره په جګړه بوخت دي او طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته داخل شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې چې له نوم ښودلو ډډه کوي رسنيو ته ويلي، د ولسوالۍ په ګډون شاوخوا ټولې امنيتي پوستې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close