طالبانو دولتي عسکرو ته مالي او ځاني زیان اړولی

کابل ټکی کام ۱۶سنبله/۱۳۹۴

راپور: صلاح الدین

د پکتیا ولایت څخه زمونږ همکار خبر راکوي چې نن سهار۵:۲۵ بجې د پکتیا ولایت پټان ولسوالۍ مقبل سیمه کې د ملي اردو او عسکرو په دریو قرارګاوواو شاوخوا پوستو باندې د طالب جنګیالیو لخوا پراخ بریدونه پیل شوي.

ویل کیږي چې نږدې سلو طالبانو په یادو قرارګاوو له څلورو خواوو عملیات پیل کړي دي.

په یاده جګړه کې د ایراني په نوم د یو مهم قمندان په شمول چې د ۷۰ جنګیالیو مشري یې په غاړه وه، ۱۱دولتي عسکر وژل شوي او ۱۳نور ټپيان دي.

او د ظابط ذبیح الله په شمول دوه پولیس طالبانو ژوندي هم نیولي دي.

زمونږ همکار زیاتوي چې طالبانو دوه پوځي وسایط سوځولي دي، او د پولیسو درې پیک آپ موټر یې له ځانه سره وړي دي.

په جګړه کې ۶ طالب جنګیالي ټپیان شوي او یو بل وژل شوی دی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close