طالبانو دوه بهرني پيلوټان د خپلو بنديانو سره تبادله کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۳)

د مولداوي ولسمشر ايګور دودان تيره ورځ رسنيو ته ويلي، چې له څو مياشتنيو مذاکراتو وروسته يې دوه پيلوټان د طالبانو له زندانونو خوشې شوي دي.

نوموړي ويلي، د دغه بنديانو د خلاصون په مذاکراتو کې ورسره د روسيې هېواد همکاري کړې چې د روانې اوونۍ په پای کې به ياد بنديان خپل هېواد ته ستانه شي.

طالبانو د مولداوي هېواد دوه تنه پيلوټان په ۲۰۱۵ميلادي کال کې د هغوی د مې ۷۷ ډوله چورلکې د بيړنۍ ناستې پر مهال نيولي و چې يو تن پيلوټ هغه مهال په جګړه کې ووژل شو او پاتې دواړو شاوخوا درې نيم کاله د طالبانو سره په زندان کې و.

تر اوسه طالبانو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو ته نږدې سرچينو منلې چې د مولداوي هېواد دوه بهرني پيلوټان د طالب بنديانو په تبادله خوشې شوي دي.

طالبانو تر دې مخکې هم د بهرنيانو سره په تبادله کې خپل بندي ملګري د بهرنيانو او حکومت له زندانونو خوشې کړي دي.

طالبانو په ۲۰۱۴م کال کې د یوه امريکايي پوځي په بدل کې له ګوانتنامو زندان څخه خپل پنځه مشران خوشې کړي و او دغه راز د کابل امريکايي پوهنتون د بهرنيو استادانو په بدل کې يې د انس حقاني په شمول د یو شمير طالب مشرانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close