طالبانو د امريکايي جنرال ادعا رد کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۷) د امریکا د هوايي ځواکونو يوه قومندان جنرال لینس بنچ په پنټاګان کې خبريالانو ته وويل، چې پر طالبانو يې ۱۵۴ مخامخ هوايي بريدونه کړي چې هغوی ته يې د ځاني زيان سربيره مالي تاوانونه هم اړولي خو د طالبانو وياند د نوموړي جنرال دغه ادعا رد کړې ده.

جنرال بنس ويلي، پر طالبانو د یادو بريدونو په ترڅ کې چې افغان ځواکونو هم پکې برخه اخيستې د هغوی نوولس مرکزونه په نښه شوي او پنځه څلوېښت ميليونه ډالر زيان يې ور اړولی دی.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي د امریکايي جنرال ياده ادعا رد کړې وايي، په هيڅ ځای کې طالبانو ته دا ډول زيان نه دی اوښتی زياتوي: ” امریکايي اشغالګر د خپلو پرله پسې ناکاميو له امله ملکي ځایونه، بازارونه، مساجد، مدارس، عام کلي او ولسي خلک په نښه کوي او د وحشتونو په دوام سره هڅه کوي چې له عام اولس څخه د خپلو ناهیلیو غچ واخلي”.

که څه هم امريکايي جنرال په افغانستان کې د امریکا نوې تګلاره بريالۍ بللې وايي چې پر طالبانو يې ډيپلوماتيکي، پوځي او ټولنيز فشارونه ډير کړي خو احمدي بيا وايي: “د اشغالګرو جنرالانو لخوا داسې ادعاوې د دې لپاره دي چې د ټرمپ ناکامه ستراتيژۍ له رسوايي څخه عامه امریکايي افکار په بله واړوي”.

احمدي ويلي، چې د دوی ځواکونه د “دښمن” هر ډول بريد لپاره پوره تیاری لري او د هغوی “ړندو بمباريو او بريدونو”  طالبانو ته هومره زیان نه دی اړولی چې امريکايي چارواکي يې ادعا کوي.

طالبان وايي، دوی کوم داسې تجارتي مرکزونه نه لري چې د امريکايانو له خوا په نښه کړای شي او نه هم د دوی د وسلو د زيرمو په اړه معلومات په لاس کې لري چې له منځه يې يوسي.

ډير کرته له طالبانو سره د سولې او پر هغوی د بریدونو په اړه امريکايي چارواکو ګڼې ادعاګانې کړي چې وخت پر وخت د طالبانو له لوري رد شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close