طالبانو د امريکا هغه ادعا رد کړه چې ګنې ایران وسلې ورکړي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۹)

تيره ورځ د ايران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي “باریان هوک” په واشنګټن کې خبريالانو ته ادعا وکړه چې ګنې ايران په افغانستان کې طالبانو او دغه راز په یمن کې حوثي وسله والو ته وسلې ورکړي دي.

نوموړي د راکټونو، توغندیو، سپکو وسلو او د ایران بې پیلوټه الوتکې پاتې شوني ځينې ټوکړې هم خبريالانو ته وښودلې.

خو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د امريکايي چارواکي دغه ادعا رد کړې زیاتوي “موږ د امریکایانو دغه بې اساسه ادعا په کلکه ردوو.”

طالبانو ويلي، د دوی تر استعمال لاندې وسلې يا د پخواني جهاد پاتې شوي چې دوی زخيره کړې وې او يا هم له افغان او بهرنيو ځواکونو څخه نيول شوې پرمختللې وسلې دي زياتوي: “زموږ تر استعمال لاندې ټولې وسلې یا د پخواني جهاد د وخت وسلې دي چې د هیواد په مختلفو سیمو کې مو ذخیره کړې وې او یا له دښمن څخه هغه نیول شوې پریمانه وسلې راسره دي چې هم مو اړتیا پوره کوي او هم پرمختللې دي.”

خبرپاڼه کې راغلي، چې امريکايي چارواکي په دغه ډول ادعاوو سره غواړي څو “عامه امریکايي او نړیوال ذهنیت له خپلې ماتې او رسوايي څخه په بل لوري واړوي.”
طالبانو د امريکايي چارواکو ياده ادعا پروپاګند بللی وايي چې امريکايان دې د تبليغاتو پر ځای حقايق درک کړي “خپله ماتې دې ومني” يو ځل بيا يې غوښتنه کړې چې له افغانستانه دې خپل “اشغالګر ځواکونه” وباسي او جګړه دې ختمه کړي.

تر دې مخکې هم د افغان او امريکايي چارواکو له لوري پر طالبانو ورته ډول تورونه پورې شوي چې ګواکې له ايران، روسيې او يا پاکستان څخه يې وسلې ترلاسه کړي چې وخت پر وخت د يادو هېوادونو تر څنګ د طالبانو له خوا هم دغه ادعاوې رد شوي او امريکايي يا افغان چارواکو داسې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی چې ګنې طالبانو ته دې د سيمې هېوادونو وسلې ورکړې وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close