طالبانو د امریکایي ورځپاڼې خبر رد کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۲)

طالب ویاند د بریتانوۍ ورځپاڼې ټایمز هغه راپور چې ګواکې د طالبانو ځینو جنګیالیو ته ایران پوځي روزنه ورکوي رد کړی او ویلي یې دي چې د دوی جنګیالي په ۱۷ کلنه جګړه د کاملې جنګي، پوځي تجربو په درلودلو سره د هیڅ هیواد پوځي روزنې ته اړتیا نه لري.

ټایمز د یوې نامعلومې سرچینې په حواله خبر ورکړی و، چې طالبانو د سیمې او نړۍ په کچه پراخ ملاتړ خپل کړی او اآن تر دې چې د دې ډلې تر ټولو سخت رقیب (ایران) یې ځینې جنګیالي هم ورته روزي.
ورځپاڼې ته یې سرچینې ویلي، ایران وروسته تر هغه دا بهیر پیل کړی، کله چې د امریکایی ولسمشر له بندیزونو سره مخ شو.
ورځپاڼه زیاتوي، ایران له طالبانو غواړي،چې په خپل هیواد کې ټول امریکایي اهداف چې داعش یې هم یوه برخه ده ، په نښه کړي.
ورځپاڼې ویلي؛ چې وروستیو څو کلونو کې پر طالبانو د پاکستان نفوذ په یومخیز ډول له منځه تللی دی
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دغې امریکایي ورځپاڼې دادخبر له پروپاګند ډک بولي او ردوي یې.
مجاهد کابل ټکي کام ته وویل “ موږ له امریکایانوسره د ۱۷ کلنې تجربې په تر لاسه کولوسره د نړۍ له هر بل ځواک څخه ښه روزنه لرو ، د خورا ښو عملي تجربو څخه برخمن یو او د بل هیواد روزنې او مرستې اړتیا نه لرو.“

په ورته وخت کې طالبانو په خپله اونیزه تبصره کې ویلي چې د نړۍ خلک او حکومتونه باید“ اسلامي امارت“ ته د کومې معمولي، بې ملاتړه او باغي ډلې په نظر ونه ګوري.
طالبانو ویلي چې دوی په اصطلاح زیر زمین( انډر لاین) جنګي سازمان نه دی. بلکې یو بشپړ حکومتي نظام دی چې د افغان اولس بې کچې ملاتړ او په سیمه ییزه کچه سیاسي وجاهت او اعتبار له ځانه سره لري.

طالبانو ټینګار کړی چې امریکایي چارواکي او د اشغال نور ګډونوال نور باید له دې مغالطې او ځان دوکه کولو څخه راووځي چې زموږ جهادي اولسي پاڅون ته د ترهګرۍ نوم ورکوي او په همدې بهانه د جګړې اوږدولو ته زمینه برابروي.
شنونکي وایي؛ غربي رسنۍ اوس یواځې دا هڅه کوي چې څنګه پر ایران د امریکا بندیزونه توجیه کړی نو په همدې اساس د خپلو بې اساسه تبلیغاتو په مټ غواړي په یو نه، یو ډول دا هیواد د وسلوالو ډلو پرملاتړ او نورو تورونو کې راګیر کړي .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close